پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهصدیقي: په ۴۰۰ طالب بندیانو کې ۵۶ طالبان په اعدام محکوم وو

صدیقي: په ۴۰۰ طالب بندیانو کې ۵۶ طالبان په اعدام محکوم وو

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۲۲) د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، چې د ۴۰۰ طالب بندیانو په ډله کې ۵۶ طالبان په اعدام محکوم شوي وو.

صدیقي په یوه تازه مرکه کې دغه راز زیاته کړې، چې په یاد شمېر بندیانو کې ۱۵۶ نور یې بیا د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکېل وو.

د صدیقي په خبره په نږدې ورځو کې به دغه بندیان خوشې شي او تر هغه وروسته بین الافغاني خبرې پيل شي.

د ولسمشر ویاند د بندیانو د خوشي کولو د کره نېټې په اړه څه نه دي ویلي، خو یوې سرچینې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې ښایي د ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې نن یوڅه خوشې شي.

د ۴۰۰ طالب بندیانو په اړه تر اوسه رسنیو ته هېڅ راز معلومات نه دي ورکړل شوي خو ولسمشر له لویې جرګې وړاندې ویلي وو، چې د دې بندیانو خوشې کول د ده له صلاحیته پورته خبره ده.

ولسمشر د دې بندیانو د خوشې کولو د پرېکړې لپاره د سولې مشورتي لویه جرګه را وبلله او د جرګې ګډونوالو په مشروط ډول د یاد شمیر بندیانو د خوشې کولو وړاندیز وکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان دکابینې په یوه غونډه کې لاسلیک کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب