جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeجنرال وزیريد مصر فرعونيان/جنرال دولت وزیري

د مصر فرعونيان/جنرال دولت وزیري

د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د واک غښتلې سلسلی تیری شوي دي او يا اوس په واک دي. کوم شی چی ښکاره دی هغه دا چې هر څه د تغیر په حال کې دي.

لوي واکونه کوچني شوي دي او کوچنی واکونه بيا ستر شوي دي. د واک له دې غښتلو سلسلو څخه یوه يې هم د مصر د فرعونیانو سلسله ده. د مصر د فرعونیانو د شپږويشتو سلسلو موده نیږدې درې زره کلونو ته رسيږي.

د واک د دې سلسلو د نولسمې سلسلی یو فرعون ((دويم رامسس)) د میلاده مخکې د ۱۳۰۰ او ۱۲۳۴ کلونو تر منځ په واک کې و. د نوموړي له مړینې وروسته له ده څخه سل زامن او پنځوس لوڼې پاتې شوي وي.

وايې:(( د مصر د فرعونیانو اهرامونه د میلاده مخکې ۲۸۰۰ او ۲۷۰۰ کلونو تر منځ د دوي په امر جوړ شوي دي.

امريکايې ليکوال ویل دورانت په خپل اثر (( تمدن )) کې د یوه فرعون (( امون صحت )) هغه ليک چې خپل زوی ته يې د وصيت په څیر ليکلي و، په دې شکل راوړي دی:

هغه چې تا ته وايم،

غوږ ونیسه،

تر څو چې د ځمکې پاچا اوسي،

پر ځمکه نیکیو ته وده ورکړه،

پر خپلو ټولو هیوادوالو سختګیر اوسه،

ځکه چې ملت هغه چا ته اهميت ورکوي چې ترې ویریږي،

ملت ته هیڅکله یواځې مه نیږدې کیږه،

د یوه ورور له مينې زړه مه ډکوه،

ځان ته دوست مه نیسه،

کوم وخت چې ویریږي خپل محافظ خپل زړه وټاکه،

ځکه د بدمرغيو په ورځو کې هیڅوک دوست نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب