پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهایران افغانستان سره د کورونا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې...

ایران افغانستان سره د کورونا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د طبي توکو مرسته کړې.

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۲۲) ایراني رسنۍ د ایراني چارواکو له قوله وایي، چې دوی له افغانستان سره د کورونا په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

ایراني چارواکي وایی، چې د مرستو دغه بسته یې په مزار شریف ښارکې افغان چارواکو ته سپارلې ده.

په مزار شریف ښار کې د ایران قونسل سید حسین یحیوي زیاته کړې، چې په دې بسته کې ۶۰ زره ماسکونه او له کورونا سره د مبارزې د برخې ډاکټرانو ته ۱۱۰۰ ځانګړې جامې شاملې دي.

ایران له دې وړاندې هم په روغتیايي برخه کې له افغان حکومت سره ورته مرسته کړې وه.

ایراني لوري ویلي، چې په راتلونکې کې به هم خپلو ورته مرستو ته ادامه ورکوي او غواړي د دې نړیوالې وبا د کنټرول په برخه کې د افغان ولس لاسنیوی وکړي.

https://taand.net/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%aa%d9%87-%d8%af-%d8%a7%db%8c%d8%b1%d8%a7%d9%86-%d9%85%d8%b1%d8%b3%d8%aa%d9%87-%d8%b4%d9%88%d9%8a-%d8%b7%d8%a8%d9%8a-%d8%aa%d9%88%da%a9%d9%8a/

دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کورونا ویروس ۷۶ تازه پېښې ثبت شوې دي.

یاد  وزارت وایي، په یاده موده کې دغه راز ۱۰ تنه د کورونا ویروس له امله مړه شوي او ۲۷۹ تنه نور رغېدلي هم دي.

له دې سره په هېواد کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره او ۳۴۵ ته ورسېده چې له ډلې یې یو زرو ۳۵۴ تنه مړه شوي او ۲۶ زره او ۶۹۴ رغېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب