جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهبدلون ستاسو په لاس کې دی| جنرال دولت وزیري

بدلون ستاسو په لاس کې دی| جنرال دولت وزیري

په ژوند کې مو د بدلون پرېکړه په ګټه ده، ناخوالو ته تسلیمېدل او پر خپل ځان غوسه کېدل تل ستاسو د بدلون مخه نیسي.

ناخوالو ته تسلیمېدل په دې مانا دي چې ووايو:

هره خوا نهيلي ده او بدلون ناممکن دی، نو ولې کوښښ وکړو؟

او بيا ځينې په دې عقیده وي او وايي: څرنګه چې يې هغسې اوسه، درد او غم خو به دې کم وي.

دا احمقانه فکرونه دي او وخت مو ضایع کوي، نه مو پریږدي چې ژوند ته له نوې او متفاوتې زاویې وګورئ.

تاسو کولای شئ له ځانه پوښتنه وکړئ چې ولې دومره ستونزې او شرایط ایجادوئ، چې په خپله مو غوسې او تسلیمۍ ته برابروي.

تاسو چې څه کوئ نتیجه به هم همغه اخلئ،

وايي: څه چې کرئ هغه به ريبئ.

په کونج کې کښېناستل او هيڅ نه کول مو ستونزې نه حلوي. لاس تر زنې مه کښېنئ د بدلون او د ستونزو د حل له پاره هوډ په کار دی،

هیڅ څه شی په خپله نه بدلیږي،

د یوه نوي فکر د غوړېدو له پاره د کور د پاکولو په څير باید خپل زوړ او زنګ وهلی فکر او ذهن پاک کړو.

مانا دا چې هغه شیان او سامانونه چې د بدلېدو وړ دي باید بدل يې کړو او هغه څه چې ترميم ته اړتيا لري ترمیم يې کړو او هغه څه چې بدليدو ته اړتيا نه لري لا نور هم انکشاف ورکړو.

موږ بايد تل ووايو چې زه د بدليدو هوډ لرم او له دې لارې شاته نه ګرځم.

خپل ذهن د زنګ وهلي لوښي په څېر تر هغه وسولوو چې تر څو وځلیږي.

او ووايو چې زه غواړم بدل شم او غولوونکي سوچونه نور په ما واک نه شي چلولاي.

ژوند ته مو شفا ورکړه کتاب د یوې برخې نچوړ

د صالح محمد صالح ژباړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب