جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاماراتي شرکت په افغانستان کې د ۳ زره میګاواټه لمریزې برښنا د...

اماراتي شرکت په افغانستان کې د ۳ زره میګاواټه لمریزې برښنا د تولید هوکړه وکړه

تاند(چهارشنبه، د اسد ۲۲) په افغانستان کې د ۳ زره میګا واټه لمریزې برښنا د تولید هوکړه د افغان حکومت او د متحده عربي اماراتو د (PAL 4SOLAR energy LLC) نومي شرکت ترمنځ لاسلیک شوه.

دا هوکړه لیک پرون سه شنبه د اماراتي کمپنۍ مشر محمد ظفر، د افغانستان د چارو ادارې عمومي ریاست د پانګونې د اسانتیا واحد مشر عطاالله نصیب او د افغانستان برښنا شرکت مشر احمد داوود نورزي ترمنځ د ویډیو کنفرانس له لارې د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي ښار کې د افغانستان په سفارت کې لاسلیک شو.

برښنا شرکت وایي دغه شرکت به د دې هوکړې له مخې په ټول هېواد کې د لمریزې برښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي.

تر اوسه ددې پانګونې د کچې، ځای او څرنګوالي په اړه زیات معلومات نه دي ورکړل شوي.

افغانستان د کورونو د روښانولو او اقتصادي چارو لپاره ټولټال ۳۰۰۰ میګاواټه برښنا ته اړتیا لري.

2 COMMENTS

  1. ځمونږ افغان چارواکی ولی نه پوهیږی او ولی خپل هیوادوال او دولت په خپلو پښو نه ودروی؟
    تر څو به مونږ د عربانو، چینایانو او جرمنیانو لمریزی او سولر تختی اخلو؟ تر څو به دغه باندینی هیوادونه پر مونږ سرمایه ګذاری کوی؟ تر څو به مونږ پوروړی او قرضداره یاستو؟

    د امارتی شرکت د دې اندازې برېښنا تولیدول نږدې شپږ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري. او په زرونو جریبه ځمکه هم په بر کی نیسی.

    دکنړ د اسمار ولسوالی د بریښنا بند چه د دغه امارتی شرکت څخه یی د برق د تولید ظرفیت ډیر دی ولی نه جوړوی؟ د کنړ بریښنا په شاوخوا څلور میلیارده ډالر جوړیدای شی.

  2. لمريزه برښنا چې تړون يې اماراتو سره لاسليک شوی ښه خبره ده خو آيا په دغو پيسو د کونړ پر سيند ښه بند نه شي جوړېدای؟
    د ګمبيري ډاګ چې د داود خان پر وخت د بند لپاره ځانګړی شوی ولې پر هوايي ډګر بدلېږي اخر دومره خيانت ولې، دومره بې غيرتي او بې ننګي ولې…
    سړی حيران شي چې چاته غږ وکړي او څوک به يې غږ واوري د دوو ورځو قدرت لپاره دومره لوی خيانت کوي چې تاريخ به يې تل په ياد ساتي سربېره پر دې د محشر سوال او ځواب يې مخ ته نه دريږي د الله‌ج څخه حيأ نه کوي.
    هر څوک او په هر نوم چې د مور وطن سره خيانت کوي په دواړو جهانونو يې زليل غواړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب