جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونههند کې اسلام ته د سپکاوي په تور درې کسان وژل شوي

هند کې اسلام ته د سپکاوي په تور درې کسان وژل شوي

تاند (چهار شنبه، د اسد ۲۲) د هندي رسنیو د راپورونو له مخې په دغه هېواد کې اسلام ته د سپکاوي په سر نښته کې درې کسان وژل شوي دي.

راپورونه وايي، دا پېښه د هند په بنګلور ښار کې رامنځته شوې ده.

ویل کېږي نښته وروسته تر هغه شوې چې د سیمې یو وکیل ته نږدې کسانو پر فیسبوک اسلام ته سپکاوی کړی و.

تر هغه وروسته د سیمې اوسېدونکي راټول شوي د وکیل کور ته څېرمه څو ماشینونو ته یې اور ورکړی دی او هغه کسان یې وژلي چې اسلام ته یې سپکاوی کړی و.

پولیسو د خلکو د راټولېدو له امله له اوښکې بهوونکي ګاز څخه استفاده کړې د ګډوډۍ جوړولو په تور یې ۱۱۰ کسان له ځان سره بیولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب