شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهایران یوځل بیا د بین الافغاني خبرو کوربه توب ته تیاری ښودلی

ایران یوځل بیا د بین الافغاني خبرو کوربه توب ته تیاری ښودلی

تاند ( سه شنبه، د اسد، ۲۱) د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان یو ځل بیا ویلي، چې دوی د بین الافغاني خبرو اترو کوربه توب ته تیار دي.

ابراهیم طاهریان دغه راز د افغانستان د لویې جرګې له پرېکړې د هرکلي تر څنګ ویلي، چې ایران د افغانستان د ګاونډي په توګه د سولې کوربه توب ته تیاری لري.

طاهریان ویلي، تمه لري، چې افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسیږي او دایمي اوربند رامنځ ته شي.

د نوموړي په خبره په افغانستان کې دایمي اوربند سره به په سیمه کې هم دایمي سوله تامین شي.

افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان ویلي، چې ایران د افغانستان د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او د یوه ښه ګاونډي په توګه تیار دی، چې د سولې د خبرو د یوې برخې کوربه توب هم وکړي.

ایران تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د بین الافغاني خبرو کوربه توب ته تیار دي.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d8%ba%d9%86%d9%8a-%d8%af-%da%85%d9%84%d9%88%d8%b1-%d8%b3%d9%88%d9%87-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8-%d8%a8%d9%86%d8%af%db%8c%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%a7%d8%b2%d8%a7/

ایران داسې مهال د بین الافغاني خبرو د کورب توب خبرې کوي، چې تازه د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره په لیدنه کې ویلي، چې بین الافغاني خبرې ژرپیلېدونکې دي.

https://taand.net/%d9%86%d8%a7%d9%bc%d9%88-%d8%af-%db%b4%db%b0%db%b0-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8-%d8%a8%d9%86%d8%af%db%8c%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%ae%d9%88%d8%b4%db%90-%da%a9%d9%88%d9%84%d9%88-%d9%87%d8%b1%da%a9%d9%84/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب