جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعمران خان: یوه اونۍ کې به له افغانستان سره تګ راتګ عادي...

عمران خان: یوه اونۍ کې به له افغانستان سره تګ راتګ عادي حالت ته را وګرځي

تاند ( سه شنبه، د اسد ۲۱) د پاکستان لومړي وزیرعمران خان ویلي، چې د یوې اونۍ په اوږدوکې به له افغانستان سره د تګ راتګ ستونزه حل شي او عادي حالت ته به راوګرځي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر تګ راتګ د کورونا ویروس د پراختیا له امله محدودیتونه وضع شوي وو.

عمران خان زیاته کړې، چې په یوه اونۍ کې به محدودیتونه کم او تګ راتګ به عادي حالت ته راوګرځي.

دا محدودیتونه پاکستان د کورونا تر خپرېدو وروسته د فرضي کرښې په تورخم او چمن لارو کې د خلکو پرمخ وضع کړي وو، چې دواړه غاړه مسافرین له سختو ستونزو سره مخ و.

https://taand.net/%d9%84%d9%87-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d9%86%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%aa%d9%87-%d8%af-%da%a9%da%89%d9%88%d8%a7%d9%84%d9%88-%d8%af-%d8%a8%db%90/

اوس ویل کیږي، چې له څو اونیو راهیسې محدودیتونه کم شوي دي، خو مسافرین شکایت کوي، چې په بشپړه توګه نه دي ختم شوي.

له کورونا وړاندې هم پاکستان ډیرکله د سیاسي اوضاع د ترینګلي کېدو پرمهال په افغانستان د فشار واردولو په خاطر له یادو لارو د فشار د وسیلې په توګه ګټه پورته کړې ده.

https://taand.net/%d9%87%d9%86%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90-%d8%b1%d9%88%d8%b2%d9%84-%d8%b4%d9%88%d9%8a-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d9%be%d8%b1/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب