جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد روان میلادي کال له پيله تردې دمه نږدې نیم میلیون افغان...

د روان میلادي کال له پيله تردې دمه نږدې نیم میلیون افغان کډوال له ایران نه را ګرځېدلي

تاند ( سه شنبه، د اسد ۲۱) د کډوالو نړیوال سازمان وایي، چې د روان میلادي کاله له جنورۍ تر دې دمه په شاوخوا ۷ نیمومیاشتو کې ۴۲۹۶۳۲ تنه افغان کډوال له ایران نه افغانستان ته راستانه شوي دي.

یاد سازمان په تازه خپرو کړیو معلوماتو کې ویلي، دغه کډوال د نیمروز او اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د سرچینې په خبره دوی ورسره په بېلابېلو برخو کې بشري مرستې کړې دي.

د کډوالو نړیوال سازمان دغه راز دا هم ویلي، چې په وروستیو اونیو کې له ایران څخه افغانستان ته د کډوالو په راګرځېدو کې ۲۹ سلنه کموالی راغلی دی.

سرچینې دغه راز په خپلو خپرو کړو معلوماتو کې ویلي، چې په تېرو اووه نیمو میاشتو کې له پاکستان څخه هم ۱۹۶۳ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان داسې مهال له پاکستان نه په تېرو ۷ نیمو میاشتو کې د افغان کډوالو د راستنېدو شمېرخپروي، چې تازه د یاد هېواد لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به تګ راتګ په یوه اونۍ کې عادي حالت ته راوګرځي.

https://taand.net/%d8%b9%d9%85%d8%b1%d8%a7%d9%86-%d8%ae%d8%a7%d9%86-%db%8c%d9%88%d9%87-%d8%a7%d9%88%d9%86%db%8d-%da%a9%db%90-%d8%a8%d9%87-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%b3/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب