جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهناټو د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو هرکلی کړی

ناټو د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو هرکلی کړی

تاند ( سه شنبه، د اسد۲۱)  د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ملي روغې جوړې د عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

دوی دغه راز په هېواد کې پر روان وضعیت هم بحثونه کړي دي.

په دې لیدنه کې ینس سټولټنبرګ د افغان حکومت له لوري د څلورسوه طالب بندیانو د خوشې کولو له پرېکړې هرکلی کړی او دا اقدام یې سولې ته د نږدې کېدو لپاره ښه ګام بللی دی.

هغه ویلي، چې د دې بندیانو خوشې کېدل به افغانان نور هم سولې ته نږدې کړي.

سټولټنبرګ یوځل بیا په ټینګارسره د افغانستان د سولې له پروسې بشپړملاتړ اعلان کړی او هیله یې ښودلې، چې  ژر تر ژره به بین الافغاني خبرې هم پيل شي.

ناټو داسې مهال د افغان حکومت له پرېکړې مننه کوي، چې تېرماښام ولسمشر محمد اشرف غني د کابینې په غونډه کې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d8%ba%d9%86%d9%8a-%d8%af-%da%85%d9%84%d9%88%d8%b1-%d8%b3%d9%88%d9%87-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8-%d8%a8%d9%86%d8%af%db%8c%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%a7%d8%b2%d8%a7/

ولسمشرغني ته د دې بندیانو د خوشې کېدلو وړاندیز مشورتي لویې جرګې په دې شرط چې بین الافغاني خبرې به پيلیږي او اوربند به کیږي کړی وو.

په ورته مهال ډاکټر عبدالله عبدالله هم ویلي، چې بین الافغاني خبرې ژر پیلېدونکې دي او افغان حکومت د ناټو له دوامداره همکاریو مننه کوي.

https://taand.net/%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%84%d9%88%d9%86%da%a9%db%90-%db%8c%da%a9%d8%b4%d9%86%d8%a8%d9%87-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%ae%d9%be%d9%84%d9%85%d9%86%da%81%d9%8a-%d8%ae%d8%a8/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب