Homeخبرونهکابل ښار کې ماین چاودنې درې کسانو ته مرګژوبله واړوله

کابل ښار کې ماین چاودنې درې کسانو ته مرګژوبله واړوله

تاند (سه شنبه، د اسد ۲۱) د کابل پولیس وايي، د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند خیرخانه سیمه کې د یوې چاودنې له امله یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، پېښه نن سهار شاوخوا ۷:۰۰ رامنځته شوې ده.

فرامرز وايي برید په یوه هایلکس ډوله موټر تر سره شوی، چې په دې اړه پولیسو پلټنې پیل کړي دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې، د سړک غاړې او مقناطیسي ماین چاودنو د کابل په ګډون په بېلا بېلو ښارونو کې زور اخیستی دی.

کابل کې د یکشنبې او دوشنبې په ورځ هم د ماین چاودنې شوې وې، چې ۹ نفرو ته پکې مرګژوبله اوښتې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...