پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونههرات کې د پولیسو درې نوې امنیتي حوزې رامنځته کېږي

هرات کې د پولیسو درې نوې امنیتي حوزې رامنځته کېږي

تاند (سه شنبه، د اسد ۲۱) د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي پرون دوشنبه د هرات له یو شمېر اوسېدونکو سره په لیدنه کې وویل چې د هرات د پولیسو په تشکیل کې به درې امنیتي حوزې او دوه د اور وژنې مرکزونه زیات کړي.

د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام په هرات کې د ښه امنیت د ټینګښت په موخه په پام کې نیولی دی.

تر دې وړاندې د هرات خلکو په دغه ښار کې د نا امنۍ له زیاتېدو شکایتونه کړي وو.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې مسعود اندرابي د هرات له یو شمیر مشرانو سره په لیدنه کې ویلي چې په دغه ولایت کې د “امنیتي تړون” پلان پلي کول به ډیر ژر پیل شي.

بلخوا د کورنیو چارو سرپرست وزیر وویل چې په هرات کې به د جرمونو په کمولو، د لویو لارو او د دغه ولایت د ولسوالیو پر امنیت تمرکز وکړي.

د آرین په خبره اندارابي ژمنه کړې چې د هرات د پولیسو په تشکیل کې به درې حوزې او دوه د اور وژنې مرکزونه زیاتوي.

هرات اوسمهال ټولټال ۱۲ امنیتي حوزې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب