دین محمد روان
د افغان حکومت یو له فاسدو، فاسدو، فاسدو ادارو څخه زندانونه دي.
له مالي او اخلاقي فساد سربېره دغه اداره پر شخصي. سیاسي، سمتي، ژبني، قومي، کلیوالي او ان کورني تضادونو لړلې ده، خو په ټوله کې دغه اداره د کوهستان او شمالي خلکو په انحصار کې ده چې له سیاسی پلوه په جمعیت تنظیم پورې تړلي خلک دي، حکومت او دولت ته وفاداره نه دي.
د دې ادارې لومړی رییس د سلام بخشي په نوم یو پنجشېری و، چې ډېری پنجشېريان یې په دغه اداره کې وګومارل او ورپسې دغه اداره د پنجشېر او شمالي خلکو ترمنځ لاس په لاس کېده او د جنرال عبدالعلیم کوهستاني پرمهال په دغه اداره کې دومره کوهستانیان وګومارل شول چې نور د پروان په کوهستان ولسوالۍ کې داسې کور پاتې نه شو، چې دوه، درې، څلور او … کسان یې په ریاست د محابسو کې نه وي.
اصلي ستونزه په دغه ریاست کې چې اوس په نوم د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې عمومی ریاست یادېږي همدغه د یوې ولسوالۍ او د یوه سمت د خلکو د نفوس، نفوذ او ازدحام مساله ده.
په دغه ریاست کې د دغه ولسوالۍ او سمت د خلکو ازدحام دومره زیات دی چې د پروان، پنجشېر او کاپیسا په زندانونو کې له دوی پرته یو بل کس د بل قوم او بل سمت په دغو زندانونو کې نشته او د هېواد د ۳۴ ولایتونو په زندانونو کې داسې زندان نشته چې نیم پرسونل یې د دغه سیمې او سمت خلک نه وي.
خپله د عمومي ریاست د مرکزي ادارې رهبري او لیکې، همدا راز د مرکزي زندان، او د کابل د شاوخوا ولایتونو د زندانونو او نورو زندانانو رهبري او لیکې دومره د دغه سمت پر خلکو او پرسونل ډکې دي، که په دغو زندانونو کې د بل قوم او سیمې کوم مشر ټاکل کېږي، نو په یو نه یو ډول خبره او امر یې نه منل او سبوتاژ کېږي، اصلي واک او حکومت په کې د همدغو خلکو چلېږي.
دغه خلک د دولت او حکومت پرځای خپلو شخصي جېبونو ډکولو او جمعیت تنظیم ته ژمن او وفاداره دي او کسان یې له سره تر بېخه د جمعیت تنظیم له خوا سازماندهي کېږي.
د دغو کسانو له خوا په ټوله اداره او د ټولو ولایتونو په زندانونو کې د دولتي او اداري چلن پرځای سمتي، سیاسي او تنظیمي چلن د دغه ادارې د پرسونل ترمنځ سخت تضادونه او درزونه رامنځته کړي دي.
دغه تضادونه لومړی د پنجشېر، کوهستان او شمالي د نورو برخو د کلیو، کورنیو او سیمو د خلکو په نوم وېشل شوي او ورپسې د هېواد د نورو ولایتونو په زندانونو کې د دغو خلکو او بومي خلکو ترمنځ پر تضادونو اوښتي دي.
حتا په یوه اداره او یوه زندان کې له یوې کورنۍ څو غړي کار کوي، او یا د یوه کلي او سمت خلک په یوه زندان کې مقرر دي، دا کار د دې سبب کېږي چې دغه کسان نوموړې اداره پخپل انحصار او یرغمل کې ونیسي، دغه کسان د بلې کورنۍ او سمت خلکو ته د جلوس او واک صلاحیت نه ورکوي، ورسره د کورنيو، کليوالي، سمتي، ژبنيو، قومي، تنظیمي او سیاسي تربګنيو او تضادونو مساله رامنځته کوي او هغه پالي او دا چې زیاتره دغه کسان بې سواده، کم سواده او نامسلکي دي، خو په لوړو څوکیو کې کار کوي، خپلې څوکۍ او موقفونه د همدغو تضادونو ترشا او په سپر کولو سره ساتي.
د هېواد په زندانونو کې د دغه خلکو ازدحام، سیاسي لوبو او تربګنیو وضعیت سخت پېچلی کړی او په زندانونو کې د ژور فساد او پرسونل ترمنځ د پراخو درزونو لامل شوی دی.
همدغه فساد او درزونه دي چې د دولت مخالفان ترې استفاده کوي او زندانونه ماتوي.
په زندانونو کې د دغه سمت د خلکو له پرله پسې واک، ازدحام، سیاسي لوبو، فساد، ظلم او تربګنیو د زندانونو نور پرسونل تر پوزې رسېدلی او ډېری وخت دا د پرسونل ترمنځ د وسله والو نښتو او د دولت مخالفانو ته د هغوی د تسلیمېدو سبب شوی هم دی.
په دغه اداره کې دا ازدحام او دغه نږدې کورنۍ، کلیوالي او سمتي اړیکې د دې سبب شوي چې په زندانونو کې په ازاد لاس فساد دوام ومومي او له عدلي او قضايي څار او تعقیب څخه لرې پاتې شي.
که څه هم په زندانونو کې د فساد پرضد د کشف، استخباراتو او ملي امنیت په نوم درې ادارې کار کوي، خو د دغه ازدحام او خپلوۍ اړیکو له کبله ټول کسان په دې فساد کې شریک دي، د ګوډي خوله په ګډه سره نیسي، دوسیې او اسناد یې نه ترتیبېږي او په زندانونو کې فساد له منځه نه ځي.
په دې وروستیو کې جمهور رییس غني په زندانونو کې د اصلاحاتو او فساد ورکولو په نوم د دې ادارې نوم او رییس بدل کړل او هم یې دغه اداره له کورنیو چارو وزارت نه په ریاست جمهوري پورې وتړله او د احمد راشد په نوم یې یو ملکی کس د دغه ادارې عمومی رییس وټاکه او هم یې ځینې ادارې د دې ریاست ملکي کړې، خو تر اوسه دغه کار هېڅ مثبته پایله نه درلوده.
ویل کېږي چې دغه کار څو لامله لري، یو دا چې اوسنی رییس یې کم تجربه ځوان او له امریکې راغلی او د زندانونو له حالته ناخبره دی.
دغه کس اوس د زندانونو د همغه پخوانیو مافیايي او سیاسي کړیو په دام کې پرېوتی دی او ويې نشوای کولای چې د زندانونو اصلي ستونزه هواره کړي چې همغه په زندانونو کې د یوې سیمې او سمت د خلکو ازدحام، واک او انحصار دی.
که څوک غواړي چې د زندانونو ستونزې هوارې شي بس لار همغه یوه ده چې په زندانونو کې د یوې سیمې او سمت د خلکو ازدحام او انحصار ته پای ورکړل شي، د زندانونو د دغه پخواني پرسونل یوشمېر یې د کورنیو چارو وزارت نورو ادارو ته تبدیل او د کورنیو چارو وزارت له نورو ادارو ورته نوی پرسونل راوستل شي هغه هم پر اساس د ملی ترکیب، لیاقت او مسلکيتوب او له دې کار څخه باید په جدی توګه ډډه وشي چې په یوه زندان او یا اداره کې له یوې کورنۍ او کلي څو کسان دنده ولري او هغه اداره او زندان پخپل واک او انحصار کې راولي.
که چېرې د سولې خبرې له ناکامۍ سره مخامخ کېږي او حالات د جګړې لور ته ځي، نو په زندانونو کې د پرسونل ترمنځ اختلافونه، تربګنۍ، رقابتونه او دښمنۍ دا اټکل رامنځته کولای شي، چې کېدای شي دغه کار د دولت مخالفانو ته موقع په لاس ورکړي چې زندانونو ته یې نفوذ لا نور پراخه او هر یو زندان مات او خپل بندیان ازاده کړي