پوهندوی آصف بهاند |
(د نوی نسل د روزلو له پاره گدایي)
د نــوي نسل د روزلو له پاره هــر پل چې
اوچــتـیـږي،زه یـې داسې انگیرم چې
د نـوي ژوند د کلاپر دیواله یوه
نــوې او زریـنهخښته
ایښودل کیږي.
محمود مرهون په اوسنیو متعهدو قلموالو کې هغه څوک دی چې تر ټولو نورو قلموالو یې د ماشومانو او کوچنیانو ادبیاتو ته پاملرنه او عملي کار کړی دی. ما (آصف بهاند) د ده د عملي کارونو او لیکلو کتابونو په باب څو مقالې لیکلې دي او د کوچنیانو د ادبیاتو او نوي نسل د روزلو په برخه کې مې د ده پر کړو کارونو مفصله رڼا اچولې ده.( د کوچنیانو ادبیات، دویم ټوک، ۹۸ ــ ۱۰۹ مخونه)
ما د مرهون په باب په خپله لومړنۍ مقاله کې داسې لیکلي وو:
«محمود مرهون په دې کم عمر کې د پاملرنې وړ فرهنګي کارونه تر سره کړي دي. له هغې ډلې نه یې څه چې د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې کړي دي، د ځانګړې پاملرنې وړ دي. د همدې له پاره ما د کوچنیانو ادبیاتو د مقالو په سلسله کې دا مقاله (شپاړسمه برخه) یوازې دې ته ځانګړې کړې ده چې د کوچنیانو د ادب په برخه کې د مرهون کړو کارونو ته یو ځغلند نظر وکړم.
ما محمود مرهون له نږدې نه و لیدلی، یوازې مې د میډیا له لارې پیژانده. کله، کله به یې مقالې په «لر اوبر» ویبپاڼه کې راتلې.
کله مې چې د ۲۰۱۵ کال په اپریل کې کابل ته سفر وکړ، نومې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي په پښتو څانګه کې ولید. سره ومو پیژندل، ښه روغبړ مو وکړ. ده اجمل ښکلي او د علمي کدر څو تنو نورو نوو او ځوانو غړو چې ما نه پیژندل په دقت سره غوږ نیولی و چې زه به څه وایم. کله چې لږ د استادانو او زده کوونکو ګڼه ګوڼه کمه شوه، مرهون مې ورو خوا ته راغی او را ته و ې ویل:
«استاده ما هم د کوچنیانو له پاره یو څه کار کړی دی، اوس هم لګیا یم کار کوم او…»
څو مجله ډوله… کتابونه یې په لاس کې را ته ونیول او وې ویل:
«دا مې د کار بیلګې دي، دا وړې کیسې مې د کوچنیانو له پاره ژباړلې دي او…»
ما کتابونه په مینه ور نه واخستل، عنوانونه مې له نظره تیر کړل. په رښتیا ډیر خوشاله شوم چې په یوه وار د کوچنیانو له پاره دومره کتابونه، هغه هم د لسو ټوکو په شمیر. نو سمدلاسه مې ورته و ویل:
مبارک دې شه، په ځوانۍ دې برکت شه چې تا دومره کار کړی دی، هغه هم دکوچنیانو له پاره چې د ډیرو هیر، خو ستا په یاد دي. د اوږدې مرکې په پای کې یې بیا را ته و ویل:
«دې ته ورته نور کتابونه مې هم تر کار لاندې دي، که ژوند باقي و، نو بشپړ به یې کړم.»
کله چې د ده خبرې خلاصې شوې، ما ورته وویلچې زه به د کوچنیانو له پاره ستا پر کارونو او په ځانګړي ډول پر دې کتابونو یوڅه لیکم.»
بیا مې په ډیرې حوصلې سره د مرهون د ټولو هغو کارونو په باب گڼې مقالې ولیکلې چې ده د کوچنیانو ادبیاتو په برخه کې او د نوي نسل د روزلو له پاره کړي وو.
زما د معلوماتو له مخې محمود مرهون تر اوسه پورې د ماشومانو او کوچنیان له پاره شپږ پنځوس (۵۶) کتابونه لیکلي، ژباړلي او خپاره کړي دي. له دې نه ورآخوا د ډیرو نورو کتابونو د لیکلو او ژباړلو تر څنگ، د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې تدریس کوي او د ژورنالیزم او خپرونو په برخه کې هم فعاله دی، په میډیا کې هم د خپل وطن او خلکو پر درد نارې سورې وهي.
اوس مرهون د ماشومانو، کوچنیانو او نوي نسل د روزلو له پاره یوه نوې تابیا کړې ده او د خلکو د غوښتنې له مخې یې له نویو او علمي اصولو سره سمد الفبا یو نوي کتاب برابر کړی دی. څومره یې چې خپل وس و، هغه یې کړي دي، د چاپ او ویشلو او د ماشومانو او کوچنیانو تر نازکو گوتو پورې یې د رسولو په غرض، مرستې ته اړتیا لري. ده خپله غوښتنه دوه ځلې داسې مطرح کړې ده:
«#خیر له پښتنو څخه د پښتو له پاره غواړم
د کوچنیانو د پنځه څلوېښت کیسه ائیزو کتاب له چاپ او وېشلو وروسته ډېرو مشرانو او دوستان د الفبا په اړه د کتابونو له نشتون څخه شکایت کوی، په ډېرو تکلیفو او مشکلاتو مي دغه کتاب و لیکئ له خپل درویشت زره افغانۍ معاش څخه مي دیرلس زره ډیزاینر ته ورکړې چي کتاب یې را ډيزاین کړئ، ولي په دې خیر باقي باید تاسي راسره شریک سئ او مالي مرسته وکړی چي دا کتاب چاپ کړو، هغه پلرونه او مندي چي د اولادونو د ښئې راتلونکي فکر ورسره دئ دا د هغو له پاره یو ښه پیل کېدای سي، کتابفروشیانو ته مي ځکه ورنکړی چي یو کتاب تقریباً په دونیم سوه افغانۍ تمامېدی، نو کتابفروش به حتماً په درې سوه خرڅوی نو بیا هم زموږ بېچاره خلکو ته نه رسېږي، نو کومه دي نامیان او د افغاني نسل د باسواده کولو شوقیان بنده تر خپله وسه پړ دئ هر څونه چي مو وس وي مرسته وکړئ.
#تاسي که بله مرسته نه سئ کولای شېر یې کړی چي تر نورو خلکو خو و رسېږي.»
او بیا یې یوه ورځ وروسته د پاسني پوست په ادامه، دا متن پوست کړ:
«#د یارانو صدقې لره یې غواړم
هسي نه چي په دنیا پسي زهیر یم
افغان کوچنیانو ته په فقر او مرسته غوښتنه کي چندان شرم نسته، د افغان کوچنیانو له پاره د کوچنیانو د الفبا د کتابونو سخته نیستي ده، دغه تـشه مو نږدې ډکه کړې مالي مرستي ته اړتیا لرو دغه کتاب په یو سل او څلور څلوېښت رنګه اې فور مخونو کي چاپو… ستاسي سخت ملاتړ ته اړتیا ده…
#خپل کوچنیان مو روڼ سباوون له پاره په زده کړو سمبال کړئ»
زه یې د دې کار او دې وړاندیز ملاتړ کوم او په دې عقیده یم چې: د نوي نسل د روزلو له پاره هر پل چې اوچتیږي، زه یې داسې انگیرم چې د نوي ژوند د کلا پر دیواله یوه نوې او زرینه خښته ایښودل کیږي.
په دې کار کې د محمود مرهون ملاتړ یو اړین کار دی، هیله ده چې مرسته ورسره وکړې!
دا د محمود مرهون د نوېبرابر کړي کتاب څو مخونه دي: