تاند- د فوټبال نامتو لوبغاړي لیونل میسي خپل مینه وال افغان ماشوم ته یو توپ او خپل کمیس ورولېږه.
د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونسیف نن وویل چې میسي خپل افغان مینه وال ته ډالۍ ولېږله.
میسي د یونسیف د ښه نیت سفیر هم دی.
پنځه کلن مرتضي احمدي، چې له پلاستیکي کڅوړې یې د میسي کمیس (شرت) جوړ کړی و، وروسته له دې په نړۍ کې مشهوره شو چې عکس یې په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه پیمانه خپور شو او هر چا د هغه د ملیت په اړه پوښتنې کولې، لومړی ډېرو ګومان کاوه چې عراقی دی یا د عراق د کوردستان اوسېدونکی دی خو بالاخره څرګنده شوه چې دغه کوچنی میسي د غزني د جاغوري اوسېدونکی افغان دی.
په افغانستان کې د یونسیف په فېسبوک پاڼه کې د مرتضي عکس خپور شوی او ورته لیکل شوي:«نن د مرتضي یو بل ارمان پوره شو. د فوټبال نامتو ستوري او د یونسیف د ښه نیت سفیر لیونل میسي لاسلیک کړی توپ او کمیس مرتضي ته واستول.»
که مرتضۍ وغواړي د میسي له لوري لاسلیک شوی کمیس او توپ په ډېره لوړه بیه پلورلی شي.
———————————