ژباړه : احسان الله عابد
اوومه برخه
لکه څنګه چي موږ ټول پوهيږو چي د ولادت څخه وروسته شخصیت جوړ سي، نو دا ارټوپيډي ده چي د کوچني د شخصیت جوړېدو راهيسي موږ ددې حل شره اشنا يو.
کوچنی د خپل ژوند په لومړيو کلنو کي زيات تمرکز پر خپل مور او پلار باندي وي، ځکه چي يوازيني کس چي کوچني ته مينه ورکوي هغه مور او پلار دي او کوچنی لومړی له دوی دوسره اموخت نيسي. او ځان وروسره اشنا کوي.
له دې امله د کوچنيانو په وده او نمو کي د مور او پلار رول ډېر مهم دئ.
انسان د ژوند په بېلابيلو برخو کي د ځان پېژندني، د پرمختګ اړتيا، او د ټولني په رسميت ځان پوهوي. همدارنګه ټولنيز، کلتوري ، مذهبي او اخلاقي کتابونو په لوستلو هم زيات پوهاوی ترلاسه کوي، تر څو د خلګو په خويونو اخلاقو او کړو وړو سره عادت کړي.
که چيري کورنۍ د لارو چارو او د کوچني په لوړنيو کلنو کي د مطالعې، کتاب لوستلو او درس ورکولو سره هغه شخص ډېر پرمختګ کوي او د ليک او لوست په برکت ژر عامه پوهاوی ترلاسه کوي.
لوستل بايد په عادي ژبو وي، کتابونه مجلې د ماشومانو لپاره د چمتووالي او د کتابونو د موضوع د ځانګړي مقام ورکولو او په کور کې د لوستلو، په شمول اقدامات او اسانتياوي برابري کړي تر څو کوچنی په ارامه فضا کي ليک او لوست وکړي، تر څو چي د فکر زيات تمرکز يې پر درسونو وي، کوچنيان زده کړي او مطالعې ته د هڅولو انګیزه پر کوچنيانو اغېزمن کړئ، د لوبو او نورو ساتېرو تر څنګ داسي يوه حلاره ورته ولټوئ چي هغوی مطالعې او زده کړي ته زړه ښه کړي.
او همدارنګه د ماشومانو لپاره د کیسې ویلو او لوستلو، ادبونو او هنر په برخه کي مناسب او د دوی د علاقې وړ مناسب کتابون، هر ماښام تر بېدېدو وروسته ورته ولولۍ که چيري کيسه ايز کتابونه د شپې لخوا کوچنيانو ته ولوستل سي ډېر به ښه وي، او د ورځي په جريان کي کېدای سي چي درسي کتابونه ورته ولوستل سي.
د مطالعې وخت او ځای
په لومړي سر کي هره ورځ دوامداره مطالعه بايد پام کې ونيول سي، دا بايد په ياد ولرو چي هر ماښام د کوچنيانو لپاره کيسه ايز کتابونه له ياده ونه باسو، د مطالعې ځای بايد داسي وي چي ارام وي، يعني که کتابتون وي او يا په کور کي د مطالعې اطاق (خونه) وي، او د بريښنا حرارت په کښي په منظم ډول وي، نه ډېرو روښنايي او نه خوپه تېاره وي.
کله چي سهار وي، تر چايو څښلو او خوراک مخکي د درسي کتابونو لوستل ډېر اړين دي، ځکه چي د کوچني فکر په دې وخت کي زيات فعال وي، او هر څه يې ولولي ژر يې ذهن ته سپاري.
ياداښت
کله چي مطالعه او زده کړه کيږي، په مطالعه کي تر ټولو مهمترين ټکی ياداښت دئ، کله چي يو څوک وايي “زه زده کړه او مطالعه کوم خو بيا مي هم په ذهن کي نه پاتيږي، يا زه يو څه نه زده کيږي” دا خبره بلکل ناسمه ده، څکه چي ارواپوهان په دې نظر کي که يوڅوک مطالعه کوي بايد د يوې کيسې په ډول دي مطالعه وکړي او ټوله توري دي په خپله ژبه لولي.
کله چي يوڅوک چاته کيسه لولي، هغه يې ژر په ذهن کي ځای نيسي، همدا ډول دي مطالعه هم په داسي ډول وسي چي په ذهن کي يې ژر ځای ونيسي.
که چيري ميندي او پلرونه خپلو اولادونو ته کتاب وايي هغه دي هم داسي لاره ورته جوړه کړي چي ټول درسي کتابونه دي په کيسه ايز ډول ورته وايي تر څو په زهن کي يې ځای ونيسي.
کله چي کوچنيانو ته هر ځای همهغه موضوع ياده سي، کوچنيان يې کولای سي چي په هغه اړه په ډېر جرئت سره ځواب ووايي
نور بيا…