یو هلک له خپلې بېوزلې مور سره شخړه وکړه، په قهر شو. له کوره ووت، مور ته یې ډېره غوسه راغله، چورت یې وواهه چې څنګه په مور خپل زړه یخ کړي. راغئ، د مور پر وړاندې یې لومړی په خپلو جامو کې لاسونه بند کړل او خپلې یوازنۍ جامې یې څېرې کړي. په دې خبره یې زړه ډېر یخ شو، چې مور یې ورته ویل: “مه مه، مه څېره وه! ” بیا یې په مور ور منډې کړې او د هغې ټکری یې راکش او څېرې کړ. مور یې ورته وویلې: “ولې؟!”
زوی یې ورته وویل: خپلې جامې مې ځکه څېرې کړې، چې تا وځوروم او ستاسې ټکرۍ مې په خاطر څېرې کړ، چې نږدې خپلوان دې خفه کړم!
مور یې ورته وویل: “زه خو د ځان لپاره تر تا پرته بل څوک نږدې نه وینم… زویه! ته راشه چې د جامو څېرولو دې ګوتې نه وي خوږ کړې!”
یو ځوان ویل هغه مهال ماشوم وم، نه پوهېدم او مور مې هم را څخه خفه نه شوه خو بیا هم دا صحنه مې هېڅکله د هغو راهیسې له سترګو نه لرې کېږي په کومه ورځ مې چې د مور جنازه کړې او هغه مې خاورو ته سپارلې!!! مورې کاشکې یو ځل دې دومره سر له قبره را پورته کړی وای چې ما درته ویلي وای، مورې ما وبښه!