(دوهمه برخه)
اولين شرط د کتاب سره د کوچني د علاقې دا دی چي کورنۍ په تېره بیا والدين بايد د کتاب او کتابتون په ارزښت پوه وي.
کله چي شپه کيږي، مور بايد يو کتاب له کتابتون څخه راوړي، او کوچنيانو ته يې ورکړي، البته چي ددوی له مفکورې سره برابر وي. او پلار د کتاب له لوستلو سره هغوی ته لارښونه کوي، ترڅو د کوچني سر ښه په خلاص سي، دغه هرڅه بايد هره شپه وسي.
هميشه بايد مخکي له بيدېدو څخه، څو صفحې کتاب مطالعه سي، ځکه دا کار هيڅ فشاري او اجباري نه دئ، بلکي ټول يې بايد د خپلي ميني او علاقې په خاطر ولولي.
د کوچنی دې کار ته متوجې کول، د دې سبب ګرځي چي د کوچني عادت وګرځي، د کوچنيانو هڅونه مطالعې ته او د مطالعې سره د کوچني اشنا کېدل، ددې کار په اهميت او ارزښت تر فکرونو زيات مهيم دئ.
د مور او پلار وظيفه ده چي خپل اولادونه په داسي کار مشغوله او پوه کړي، خو زياتي کورنۍ سته چي دغه کار ان مسخره ګڼي، او هيڅکله د خپلو الادونو د درسونو فکر نه وي ورسره.
دوی بايد خپل اولادونه د کتاب سره تر دې حده اشنا کړي چي بلاخيره د کوچنيانو عادت وګرځي، کوچنيان دي و ازمايي، او په دې يې پوه کړي که مطالعه نه وي نو انسان له کومو مشکلاتو سره مخامخ کيږي؟
په همدې خاطر په ښوونځيو کي بايد د ښونځيو مسؤلين يو داسي کتابتون جوړ کړي، چي د کوچنيانو لپاره ډېر ګټور وي، او هغوی د کتاب سره اشنايي پيداکولای سي، په کتابتون کي دي داسي کتابونه ولګوي چي کوچني يې په ليدو هغه ته زړه ښه کوي، او د هغه څخه استفاده وکړي.
د ښونځۍ مدير دي د تفريح په وخت کي کتابتون خلاص پريږدي او کوچنيانو ته دي ووايي چي دې کتابتون ته مراجعه وکړي، ددې کتابتون له کتابونو څخه ښه استفاده وکړي، مطالعه دي کړي، او د تفريح له خلاصېد وروسته دي کتابونه بيرته پر خپل ټاکلي ځای کښيږدي، تر څو داغسي سالم پاته سي او بيا نور کوچنيآن ګټه ورڅخه واخلي.
د هفتې په پای کي بايد په مکتب کي د هغو کتابونو چي کوچنيانو لوستلي دي ازمايښت وسي، تر څو دا معلومه کړي چي ايا کوچنيانو د کتابونو څخه څه ډول استفاده کړې ده ، که يې ښه استفاده کړې وي، بايد ادامه ورکول سي، که چيري نتيجه يې سمه پايله نه ورکول ، بايد بل ډول حلاره ورته ولټول سي.
سميه د يوې ښوونځي زده کوونکې ده ، د هغې مور او پلار يې وايي: سميه تر نن ورځي پوري چي د لسو کالو ده ۸۰۰ جلده کتابونه يې لوستلي او د هغو څخه يې ډېر څه زده کړي دي.
سميه له کتاب سره ډېره مينه لري، د هغې کتابونه ډېر خوښ دي، او هغه په خپل کور کي يو کتابتون هم لري چي هر وخت له هغه څخه ښه استفاده کوي.
کله چي د سميې استادانو د هغې څخه د يوې موضوع په هکله پوښتني کولې نوهغه ډېر لايقه وه ، او دا يې د يوې ښيې زده کونکي په توګه معرفي کړه، دا وايي چي کله له کتابتون څخه کتاب واخلم، تر لوستلو وروسته يې بيرته پر خپل ځای کښېږدم، تر څو له دې کتابونو څخه نور کوچنيان هم په ښه توګه استفاده وکړي، او مطالعه يې کړي.
يو ښه پوه وايي: که چيري کوچنيان د لوبو په څېر د کتاب ويلو ، لوستلو او زده کولو سره ځان عادت او اشنا کړي، نو په حقيقت کي به هغوی د هر ډول ستونزو په وړاندي ټينګ وي، او دوی به پر ستونزو برلاسي وي.
نور بیا…