ځنځه وه، کله به چې نڅېدله، د ځنګله ټول ځناور ترې ټولیدل او ستایله به یې. خو بې له یو څناوره چې هیڅکله یې د هغې ګډا نه خوښیده. هغه یو حسود کیشپ وو.
هغه یوه ورځ یو لیک ځنځې ته واستاوه، چې پکې لیکلي وو: او بي مثاله ځنځې! زه د هغو ستایونکو دوستانو له جملې څخه یم، چې ستا نڅا یې ډیره خوښیږي . غواړم وپوښتم په څه شان نڅا کوې؟ لومړی خپله ۲۲۸ پښه پورته کوې او بیا ۵۹ ؟ او یا هم په ۴۹۹ پښې پیل کوې؟
ستا د ځواب په تمه یم.