ژباړه : محمد طاهر (ابشار) هلمند –
بيجنګ: په چين کي په يوه سوې څيړنه کي څرګنده سوه چي که هره ورځ د ۴۰ دقيقو لپاره ماشومان لوبې وکړي د هغوی نظر (ليد) پيا وړی کيږي او پر مايوسۍ هم نه اخته کېږي.
پوهان وايي چي د ماشومانو هغه کارونه چي دوی يې له نژدې کوي لکه درس ويل بايد له هغو کارونو سره د وخت له پلوه برابر وي چي لري يا بهر یې کوي.
د راپور له مخې که څه هم(مايوپا) يعني د لري نظرکمزوروالی ډير او عام سوی دی خو تر اوسه يې لا مل نه دی معلوم چي د څه شي اثر به وي. په انګلستان کي د هر دريم کس د لري نظر کمزوری دی.
خطرناکه خبره دا ده چي دا ناورغي ورځ تربلې زياتيږي. په دې ناروغی اخته کسان لري شيان سم نه ويني او پيکه ورته معلوميږي. مايو پيا يوه موروثي ناروغي ده، چاپيريال هم زيات اغيز ورباندي در لودای سي. له دې سره سره کمپيوټر ته په ډير دقت کتلو او يا د مطالعې په وخت کي ډير دقت کولو څخه هم ليد کمزوری کيدای سي.