ستوري به بيا شمارمه شپه چې ښه پـــــخه شي بيا
اوس اسمان ته نه ګــــــورم ځمکه به خــــپه شي بيا
ځمکه په ما ګرانه ده ، ځمکې په ســــر کــــور لــرم
يو مــــې دی دادا په کــــې ، بل ادکۍ مـــور لـــــرم
پلار زما ګنډونکی دی ، ښه ډولـي خولۍ ګنډي
مور مې پې خامک کوي په څنډويې مرۍ ګنډي
خـــــوله به په ســــر کړمـــه ، ښکلـــی به ښکاريږمه
ﻻس به مـــــې پرې ايښی وي ، ډير به پې ډاريړمه
اجمل تورمان
دییره مننه