آيا داسې ځانګړي اصول او معيارونه شته چې والدين يې د ماشوم روزنې لپاره عملي کړي ؟
هر څومره چې دغه اصول را سپړو نو نوي اړخونه او نوي رمزونه يې په لاس راځي ، دلته به ځينې داسې ټکو ته اشاره وکړو چې د ماشوم په روزنه کې مرسته راسره کولی شي .
۱ ـ له ماشوم سره باثباته برخورد وکړئ
له ماشوم سره سم او باثباته چلند کول د ماشوم روزنې مهم اصل دی، له دې اړخه ممکنه ده چې تاسې له زياتو ستونزو سره مخ شئ ، که چېرې ماشوم ته د يوه کار د اجرا پرمهال وخاندئ او لږ پسته د هماغه کار په هکله تندی ورته تريو کړئ، نو ماشوم په شدت سرګردانه کيږي. چې ولې دغه کار يوخت لويه ګناه وبلل شوه او بل وخت د خندا عامل ؟!
نو له ماشوم سره بايد په احتياط چلند وشي، دی بايد په نېک کار وهڅول شي او د بدو په مقابل توصيه ورته وشي خو چې په توصيه کولو هم شکي نشي .
۲ ـ له ماشوم سره همغږي و اوسئ
تاسې د مور و پلار په توګه د ماشومانو په مخ کې دعوې او اختلاف نظر مه کوئ، بلکې د دوی په وړاندې داسې وښيۍ چې هماهنګ ياست . که پلار يو کار خوښوي او مور يې ردوي نو ماشوم هم عارض روږدی کيږي، چې بيا ممکنه ده د ښو خبرو له منلو هم منکر شي او د شک په نظر ورته وګوري، نو بهتره ده چې د مور و پلار په توګه همغږي و اوسو او يا لږ تر لږه ددوی په مخ کې له دا ډول کړنو ډډه وکړو .
د خپل ماشوم په باره کې مودب و اوسئ، د ماشوم په وړاندې د غوسې او ناراحتۍ په وخت کې مودب چلند د ماشوم او نوي ځوان لپاره يو بهترين ښونکی دی، چې په مرسته يې کولی شي دا زده کړي چې خپله غوسه څنګه کنټرول کړي او له خپلو نورو هم نوعو سره څنګه برخورد وکړي.
کله ناکله چې وخت يې وي له ماشوم سره د زړه رازونه او دردونه هم شريک کړئ او له ده څخه يې هم واورئ، دغه کړنه د دوی له عمر سره هم اړيکي لري ، د دې کار په کولو دوی بايد احساس وکړي چې مهم وخت مو ورکړی دی ، هر ورځ او د هرې اونۍ په پای کې يو ځل د غه کار تکرار کړئ .
۳ ـ له ماشوم سره ښه اړيکي ټينګ کړئ
له ماشومانو سره د سمې اړيکې د ټينګولو لپاره د ماشوم له ادبياتو کار واخلئ، کله چې ماشوم خبرې کوي بايد غوږ ورته ونيول شي آن که د ده خبرې ناسمې هم وي او تاسې ورسره موافق هم نه وئ. اجازه ورکړئ خبرې يې پوره شي. د خبرو په وخت سترګې مه ترې اړوئ او دا انګېزه ورکړئ چې خبرې يې مهمې او پام وړ دي، کله چې په دوی امر کوئ بايد د خبرو لحن مو ادبي وي او ماشوم بايد پدې بلکل پوهـ نشي چې تاسې کوم مخکې پلان شوی کار عملي کوئ، له دوی سره صميمي چلند وکړئ. څومره چې له خپل يوه ملګري سره مودبانه برخورد کوئ په هماغه اندازه له خپلو ماشوم سره هم نږدې او مودب شئ. له ماشومانو سره مودبانه چلند دوی ته زغم او نرمي ور زده کوي، که ماشوم ته زيات غوسه هم وئ دوی مه تحقيروئ او دوی ته د خپلې غوسې عامل چې مثلا دغه کار د سم ندی تر سره کړی نو زه ځکه خواشينی يم وښيئ.
۴ ـ له خپل ځان يې پيل کړئ
تر زيات امر کولو نه دا ښه ده چې يو کار په خپله وکړئ او له هر کار چې خپل ماشومان منع کوئ خپله يې هم مه کوئ، ماشومان ډېره زده کړه زموږ له برخورد او کړنو کوي نه له خبرو ، نو لومړی له خپل ځانه شروع وکړئ . يو متل دی چې څنګه غر هسې کربوړي . ژباړن
۵ ـ په محدويت او آزادۍ کې تعادل وساتئ
طفل نه بايد زيات آزاد او خپل سری وي او نه تر حد ډېر محدود او بندي. کوم بنديزونه چې تاسې يې په ماشوم عملي کوئ بايد منطقي او اوږد مهاله وي، که د کتاب لوستو ورته وايې نو د کتاب او مطالعې ګټې او پدې اړه قوي دلايل ورته و پيدا کړئ. که په ماشوم لګېدلي محددويتونه منطقي وي نو د ماشوم د راتلونکې لپاره ګټور تماميږي .
۶ ـ په مناسب وخت کې ماشوم ته دنده ورکړئ
که ماشوم ته داسې دنده ورکوئ چې په وس يې پوره نه وي او يا په داسې وخت د بل کار هم ورته وايئ چې دی بوخت وي، په هېڅ ډول دا کار مه کوئ! ځکه چې دغه ډول کړنې ماشوم سرکشه او بې پروا روږدی کوي .
۷ ـ مهمه نده چې د ماشوم هر غوښتنه د پوره شي
پدې برخه کې له احتياط څخه کار واخلئ کله چې ماشوم يوڅه غوښتل په هماغه شېبه يې مه ورته اخلئ، خو هغه زيات ناهيلی کوئ هم مه، که چېرې د ماشوم هره غوښتنه بې چون چرا پوره شي ماشوم ستاسې له کنټروله وځي .
ځيرک اوسئ او ماشوم مو د نېک کار په تر سره کولو تشويق کړئ، او د منفي کار په ترسره کولو توصيه ورته وکړئ. دوی ته د دوی دعمر او وړتيا مطابق مسئوليتونه ورکړئ .
داسې هم نده چې موږ بايد د تل لپاره ماشوم ته يوازې هغه کارونه ور په غاړه کړو چې ماشوم ور باندې بوخت شي بلکې ماشوم کولی شي له موږ سره د کور په کارونه کې مرسته هم وکړي .
۸ ـ د ماشومانو د برياوو او ناکاميو په اړه منطقي برخورد وکړئ
د کاميابيو او ناکاميو په وړاندې له ماشوم سره منطقي چلند د دې لامل کيږي چې د ماشوم د راتلونکو کارونو او پلانونو انګيزه شنډه نشي. د ماشوم وړه بريا لويه بلل او يايي ناکامي ډېر يا دول دواړه سم کارونه ندي. که چېرې ستاسې ماشوم په ښونځي کې اول يا دويم نمره کيږي هغه بې حده مه تشويقوي ځکه که کله دريم، څلورم يا په لا ټيټه نمره کې راشي په شدت سره خپل ځان بې اهميته ورښکاره کيږي. او که برعکس يې د ناکامۍ په صورت کې زيات تحديد کړئ، نو ممکنه ده ناکامي يوه تکرارېدونکې پېښه وبولي او د کاميابۍ لټون او هڅه پرېږدي .
۹۴-۱- ۱۱