(( پینوکیو د یوه وړوکي هلک نوم دی. کله چې دی درواغ وایي نو بې له ځنډه یې پوزه اوږدیږي. بیا نو ټول خلک پوهېږي چې پینوکیو درواغ ویلي، ځکه چې پوزه یې اوږده شوې ده)).
ایټالوي لیکوال کارلو کولودي پوره سل کاله مخکې د پینوکیو په نوم یوه کیسه ولیکله. په دې کیسه کې یو زوړ ترکاڼ دی چې (ګېپېتو) نومېږي. ګېپیتو اولاد نه لري. دی د خلکو د کورونو لپاره دروازې او کړکۍ جوړوي. یوه ورځ دی له لرګیو څخه یو وړوکی نانځک تراشي. کله چې ګېپېتو نانځک وویني، نو خپل کار یې خوښ شي. دی په دې نانځک باندې د پینوکیو نوم کېږدي او له ځان سره یې کور ته راوړي.
ګېپېتو له پینوکیو سره د خپل زوی په څېر مینه کوي او دا مینه یوه ورځ پینوکیو په خبرو راولي. ګېپېتو د نورو هلکانو په څېرپینوکیو ښوونځي ته و لېږي. پینوکیو ډېر هوښیار او کنجکاو هلک دی. نو له خپلې کنجکاوۍ له وجې تل له ستونزو سره مخ وي. دی د ځان د سپیناوي لپاره درواغ وايي. خو هر ځلې چې درواغ وايي، بې له ځنده یې پوزه اوږديږي.
د پینوکیو له کتاب څخه کارتوني فلمونه جوړ شوي دي. په ایټالیا کې د ماشومانو لپاره د پینوکيو په نوم تفریحي پارک هم شته. د ایټالویانو تر منځ د ماشومانو لپاره تر ټولو غوره ډالۍ د پینوکیو د نانځکې ورکول دي. همدارنګه د ایټالیې د ماشومانو په صحي کلنیکونو کې هم د پینوکیو انځورونه ځړول شوي دي.
کارلو کولودي په ۱۸۲۶ کال کې د نوامبر په ۲۴ زېږېدلی او د ۶۴ کلنۍ په عمر په کال ۱۸۹۰ کې وفات شوی دی.