یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهټرمپ: ما هیڅکله پوتین سره طالبانو ته د روسیې د انعام په...

ټرمپ: ما هیڅکله پوتین سره طالبانو ته د روسیې د انعام په اړه خبرې نه دي کړي

تاند(پنجشنبه، د اسد ۹) د محور خبري ویب پاڼې سره په مرکه کې، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې هغه هیڅکله د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره په افغانستان کې د امریکایي عسکرو وژلو ته د طالبانو د جایزې ورکولو په اړه خبرې نه دي کړي.

ټرمپ زیاته کړه چې د متحده ایالاتو استخباراتي ادارې فکر نه کاوه چې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو وژلو لپاره طالبانو ته د انعام ورکولو په اړه معلومات ریښتیني دي، نو ځکه یې له پوتین سره په دې موضوع خبرې نه دي کړې.

تر دې دمخه، امریکايي رسنیو راپور ورکړی و چې روسیې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړې وې.

نیویارک ټایمز د امریکا د استخباراتي چارواکو په حواله لیکلي چې د جولای په پیل کې ولسمشر ټرمپ ته د فبرورۍ په وروستیو کې د امریکايي ځواکونو د وژلو لپاره د طالبانو لخوا د روسیې د انعام په اړه معلومات ورکړل شوي وو.

افغان چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي چې روسیې د یوه امریکايي عسکر د وژلو لپاره د، ۱۰۰ زره ډالرو انعام وړاندیز کړی و.

خو روسیه او طالبانو دا راپور رد کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب