شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهم.م. وايي، سږ کال یو لک افغانان د جګړو له لاسه بې...

م.م. وايي، سږ کال یو لک افغانان د جګړو له لاسه بې ځایه شوي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۹) ملګري ملتونه وايي، سږ کال تر یولک ډېر افغانان په خپل هیواد کې دننه د جګړو له لاسه بې ځایه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه لاسلیک شوې او د افغانانو ترمنځ یې د سولې خبرو ته لار هواره کړې ده.

د ملګروملتو د بشري مرستو د همږغۍ د چارو اداره یا اوچا همداراز وايي چې تېره اوونۍ د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د شدیدو جګړو له کبله نژدې ۱۰ زره تنه بې ځایه شول او ۶سوه نور په ورته علت د افغانستان په جنوب کې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شول.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ وویل چې د فبرورۍ په ۲۹ نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې له لاسلیکېدو راوروسته تر ۱۰ زره ډېر دولتي ځواکونه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

ملګروملتو بیا ویلي چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې تر ۱۲ سوه ډېر ملکي افغانان وژل شوي دي.

د ملګروملتو د بشري مرستو د همږغۍ اداره وايي، په کندوز او تخار ولایتونو کې یې ټولټال ۴۳۸ کورنیو ته (۳۰۶۶ تنو) یې، چې جګړې ځپلي، بشري مرستې رسولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب