شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهطالبان وایي ټول حکومتي بندیان یې خوشې کړل

طالبان وایي ټول حکومتي بندیان یې خوشې کړل

تاند ( پنج شنبه، د اسد ۹) وسله والوطالبانو ویلي، چې نن یې په زابل کې ۲۰ په فراه کې ۱۷نیمروز کې ۷ هرات کې شل او په غور ولایت کې ۱۲ تنه حکومتي‌ زندانیان خوشي‌ کړي‌ دي.‌

د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دوی نن د ټولو حکومتي زندانیانو په خوشې کولو سره د زندانیانو د خلاصون پروسه بشپړه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د دوی له لوري د بندیانو د خلاصون پروسه د تېرې وري (حمل) میاشتې په ۲۴مه پیل او نن بشپړه شوې ده.

سرچینه وایي، طالبانو ژمنه کړې وه، چې د ښه نیت ښودلو په موخه به تر اختر مخکې د افغان حکومت ټول بندیان خوشي کړي او له حکومت څخه یې غوښتي و، چې د دوحې هوکړې پر بنسټ دې د دوی ۵ زره بندیان خوشې کړي څو بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواره شي.

افغان حکومت د وسله والو طالبان د اعلامیې په غبرګون کې تراوسه څه نه دي ویلي.

د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو د خوشې کېدلو پروسه د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې مهمه برخه ګڼل کېده، چې له بشپړیدو وروسته به یې بین الافغاني مذاکرات پيلیږي.

عام افغانان هم هیله من شوي او وروستیو اقداماتو ته په کتو وایي، چې ژر به بین الافغاني خبرې هم پيل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب