Homeخبرونهکندهارکې د وېش پر دروازه د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ نښته...

کندهارکې د وېش پر دروازه د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده

تاند ( پنج شنبه، د اسد ۹) د کندهار یوې امنیتي سرچینې د نوم نه خپریدو په شرط رسنیو ته ویلي، چې د دې ولایت سپين بولدک او چمن ترمنځ د وېش پردروازه د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ سخته نښته روانه ده.

سرچینه وایي نښته نن ماښام شاوخوا ۷ بجې هغه مهال پيل شوه کله ، چې پاکستانيو ملېشو پرافغان کمیسارۍ ‌‌‌‌‌‌ډزۍ وکړې.

د سرچینې په خبره افغان سرحدي ځواکونود پاکستانیو ملېشوسخت ځواب ورکړی او اوس هم نښته روانه ده .

هغه ویلي، چې د پولې دې غاړې ته د پاکستانیو ملېشو په ‌‌‌‌‌‌ډزو کې دوه مسافر وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان دي.

دغه نښته وروسته ترهغه رامنځ ته کیږي، چې د فرضي پولې هغه غاړه په چمن ښار کې د پاکستاني ملېشو پر تاسیساتو یو شمیر بند پاتې مسافرو برید وکړ او له برید وروسته  دواړو غاړو ته ګڼ مسافر واوښتل.

د کندهار سیمه ییزو چارواکو تراوسه په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د راپورونو له مخې مسافرو له تیرو څو ورځو راهیسې د چمن-سپین بولدن د لارې د خلاصیدو غوښتنه کوله، خو نن یې صبر تمام شوی او پر دروازه یې د افغانستان لوري ته د اوښتو هڅه کړې ده.

ځايي خبریالان وايي، چې د کندهار امنیه قوماندان تادین خان او د سرحدي لوا قوماندان جنرال انور انبیا سپين بولدک ولسوالۍ ته رسېدلي دي.

په چمن کې هم پاکستاني ځواکونو پر عامو خلکو ډزې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...