شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهافغانستان ته پر تلونکو مسافرو د پاکستاني ځواکونو په برید کې لږترلږه...

افغانستان ته پر تلونکو مسافرو د پاکستاني ځواکونو په برید کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۲۰ ژوبل دي

د زمري، اسد ۰۹  مه  ۱۳۹۹

رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد

سپین بولدک ته نژدې د بلوچستان ایالت په چمن کې د افغان کډوالو، ځايي اوسېدونکو او سرحدي ځواکونو ترمنځ اخ و ډب شوی چې په نتيجه کې يې د يوې مېرمنې په شمول درې تنه وژل شوي او شل نور ټپيان شوي دي. که څه هم د چمن حکومتي چارواکيو تراوسه د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو د پولې د تړلو پر ضد د روران پرلت او احتجاج کوونکو مشر او د چمن د روغتون مسوول د درېو تنو مړينه تاييد کړې ده.

د چمن د پرلت يا احتجاج مشر اسلم اڅکزی وايي، پر باب دوستي د تلونکو افغان کډوالو، احتجاج کوونکو او سرحدي ځواکونو ترمنځ هغه مهال اخ و ډب پیل شو چې د دوو ورځو لپاره پرانيستل شوې پوله ناڅاپه د خلکو پر مخ وتړل شوه. پرون د چارشنبې په ورځ حکومت اعلان کړی و چې د چمن او سپين بولدک ترمنځ پوله به د ښه نيت له مخې د دوو ورځو لپاره پرانيستل کېږي. د خبر له خپرېدو سره سم زرګونه افغان کډوال د چمن باب دوستي ته ورسېدل څو پر ډیورند کرښه واوړي او راتلونکی اختر له خپلو کورنيو او خپلوانو سره ولمانځي. خو نن د پنچشنبې ورځې په نيمايي کې پرته له کوم اعلان څخه دروازه د خلکو پر مخ وتړل شو چې وروسته بيا خلکو په احتجاج لاس پوري کړ، احتجاج کوونکو پر پوله جوړ شوي کرنتين مرکز ته اور ورته کړ او د امنيتي سرتېرو په ډزو کې تر دې مهاله درې تنه وژل شوي او شل نور ټپيان شوي دي چې د چمن روغتون ته وړل شوي دي.

ګڼو سیاستوالو د پاکستان د امنیتي او سرحدي ځواکونو له لوري له بې وسلې مسافرو سره تشدد غندلی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې مشري ثنا اعجاز پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي  چې د پاکستان د وسله وال پوځ له لوري پر عامو پښتنو د دې برید او په نتیجه کې یې د ګڼو بېګناه خلکو د مرګ ژوبلې په اعتراض کې پښتون ژغورنې غورځنګ په ټوله جنوبي پښتونخوا احتجاج کوي.

په عين حال کې سلګونه کسان پر پوله تېر شوي هم دي، خو د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ډېری لاهم پر پوله ايسار پاتي دي.

د تورخم او چمن لارې د تېرې مارچ مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې د کوویډ نولس ويروس د خپرېدو احتمالي خطر ته په پام تړل شوې وې. په چمن کې له تېرو څو اوونيو راهيسې د ځايي تجارانو له لوري د پولې د تړلو پر ضد احتججا ج دوام درلود.

1 COMMENT

  1. د پاکستان د ظالم او جابر وخشت اوج ته رسیدلی دی انقلاب په کار دی
    اتفاق لازم دی ولسه پورته شی ازادی واخلی
    که پشتون سره یو لاس شی په خپل کور راټول شی د هر چا د جواب دی۰
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب