شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهپه لوګر کې موټر بمي برید ۲۰ تنه وژلي او ۴۰ نور...

په لوګر کې موټر بمي برید ۲۰ تنه وژلي او ۴۰ نور ژوبل کړي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۹) د طالبانو او حکومت له لوري د اختر په مناسبت د اعلان شوي اوربند په درشل کې نن ماښام د لوګر ولایت په مرکز پُل علم کې چاودنه وشوه.

شاهدان او ځینې چارواکي وايي چې په دې برید کې، چې په ۷ بجې او ۴۰ دقیقې وشو، لږترلږه ۲۰ تنه وژل شوياو ۴۰ نور ژوبل دي.

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دې چاودنه کې، چې د ولایت د مقام ودانۍ ته نژدې د ښاروالي مارکیټ مخې شوې، اته تنه ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

له بلې خوا د لوګر د ولايتي شورا رئيس حسيب الله ستانکزي ويلي په چاودنه کې ۱۸ تنه وژل شوي او تر ۶۰ تنو ډېر نور ژوبل شوي.

که څه هم د کورنيو چارو وزرات دې موټر بم بريد کې امنيتي ځواکونو ته د اوښتي مرګ ژوبلي په تړاو څه نه دي ویلي حو ښاغلی ستانکزی وايي چې امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

حسيب الله ستانکزی وایي، د بريد په ځای کې د ملي اردو سرتېري هم موجود و چې په وژل شويو او ټپيانو کې د ملي اردو سرتېري هم شته.

طالبانو په دې بريد کې لاس لرل رد کړي خو د کورنیو چارو وزارت دا بريد د وسله والو طالبانو کار بللی.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين وایي، طالبانو د دا ډول بريدونو د ترسره کېدو بنياد ايښی.

همداراز د لوګر د ولایتي شورا رئیس د وسله والو طالبانو د اعلامیې په غبرګون کې ویلي چې دا برید له طالبانو پرته نور نه بل چا کړی او نه بل څوک داسې برید کوي او کله چې په دې ډول بریدونو کې عام خلک زیان ویني، دوی یې مسولیت نه مني

په لوګر کې دا موټر بم بريد په داسې مهال شوی چې افغان حکومت او وسله والو طالبانو د لوی اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی.

3 COMMENTS

  1. لعنت ستاسو په جهالت او د پردیو په مزدورۍ شه . خپل وطن ورانول او د خپلو خلکو ، سرتېرو او هېوادوالو وژل به کوم افتخار وي . ټالبیزم او د هغوی نور رنګارنګ بړیڅي د نړۍ تر ټولو منفورترین ، جاهل ترین او ظالم ترین قاتلین او سړي خواره دي .

  2. پر هغه دې لعنت وي چې د طالبانو پلويان دي، دلته خو بل تروريستي ډله نه وه، دا خو هغه جای وو چې تر ځلانده او نورو طاليبي سپګنو پرون کې راټول وو، اوس که ملت دومره ناپوهه او په غفلت کې وي نو بيا خو لوی ظلم ده،له خپل ځان او له الله سره دوښمني کوي.

  3. لعنت پر طالیب او د طالیب بر مور او پلار لعنت د طالیب پر دوستانو او سپورترانو او ملګرو۰
    طالیبان منافقیین دی په خوله د اوربند اوازی کوی خلکو ته غلط مفکوره ورکوی مګر عمل کښی خپل وخشت ته دوام ورکوی۰ اناال منافقین فی درک الاسفل من النار۰امین
    خوش باور نباشید ګرګزاده میشود ګرګ= ګر ز ادمی شود بزرګ
    تشکر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب