شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد پاکستان له حملې وروسته افغان دفاعي ځواکونو ته د تیارسي امر...

د پاکستان له حملې وروسته افغان دفاعي ځواکونو ته د تیارسي امر وشو

تاند (جمعه، د اسد ۱۰) په سپین بولدک کې پر هستوګنو سیمو د پاکستاني پوځ له حملو وروسته، چې په نتیجه کې یې ۹ افغانان ووژل شول او تر ۵۰ ډېر نور ژوبل شول، د افغانستان دفاع وزارت د ځوابي برید لپاره ملي دفاعي ځواکونو ته د تیارسي امر وکړ.

دفاع وزارت تېره شپه ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل، د افغانستان پر خاوره، په تېره بیا د کندهار ولایت د سپین بولدک پر هستوګنو سیمو د پاکستاني پوځیانو د نن ورځې (پنجشنبې) له راکټي بریدونو وروسته د افغانستان لوی درستیز سترجنرال محمدیاسین ضیا ټولو پوځي قوتونو په ځانګړي ډول ۲۰۵ اتل، ۲۰۱ سیلاب او ۲۰۳ تندر قول اردوګانو ته لارښوونه وکړه چې د پاکستاني پوځیانو په وړاندې د متقابل عمل لپاره پوره تیاري ونیسي او د ډیورند په فرضي کرښه کې افغان ځواکونه په سپکو او درنو وسلو سمبال کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی روح الله احمدزی وايي چې په سپین بولدک ولسوالي کې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې د یوه ماشوم په شمول ۹ ملکیان شهیدان شوي او ۵۰ نور ژوبل شوي دي.

له سیمې څخه تاند ته د رارسېدلیو راپورونو له مخې، پاکستاني ملېشه وو ماښام ۷بجې د لقمان او زاړه کلي پر سیمو د توپچي بریدونه وکړل چي په غبرګون کې يې افغان سرحدي قواوو هم جدي غبرګون ښودلی.

د کندهار میرویس روغتون ډاکتران وايي چې د جګړې له سیمې ورته ۴۵ ټپیان وروړل شوي چې درست ملکي وګړي دي.

د کندهار والي د ټپیانو د لیدو لپاره میرویس روغتون ته لاړ او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د بالمثل ځواب لپاره په سیمه کي د خپلي خاوري او خلکو د ساتني لپاره خپله سپیڅلې دنده سرته رسوي او اضافي قوتونه په هر ډول نظامي تجهیزاتو سمبال سیمې ته استول شوي دي.
ښاغلي حیات زیاته کړه، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د بالمثل جواب لپاره چمتو دي او ټول نظامي قوتونه په لومړی درجه احضاراتو کي قرار لري، تر څو د دښمن د هر ډول تهدید او حملې په وړاندي بالمثل اقدام وکړي.
کندهار والي د میرویس حوزوي روغتون روغتیایي پرسونل ته سپارښتنه وکړه چي د زخمیانو لازمه درملنه وکړي او د کندهار ښار د ټولو هغو ځوانانو ځانګړې مننه وکړه چي د اختر په شپه یې خپلي ټولي خوشحالۍ تر شا پریښي او د ملي احساس له مخي په میرویس روغتون کي خپلو هیوادوالو ته وینه ورکوي.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې پاکستان نه دي ویلي چې ځواکونو ته یې څومره مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستاني پوځیانو وروسته له دې پر سپین بولدک ولسوالي د درنو او سپکو وسلو بریدونه پیل کړل چې په چمن کې زرګونو مظاهره چیانو د پاکستاني سرحدي ملېشه وو ځيني پوستو او تاسیساتو ته اور ورته کړ.

https://taand.net/%da%a9%d9%86%d8%af%d9%87%d8%a7%d8%b1%da%a9%db%90-%d8%af-%d9%88%db%90%d8%b4-%d9%be%d8%b1-%d8%af%d8%b1%d9%88%d8%a7%d8%b2%d9%87-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d8%b1%d8%ad%d8%af%d9%8a-%da%81/

3 COMMENTS

  1. وطنوالو دا وطن زمونږ کور او ګوردی۰ ددی ساتل په ما او تا اړه لری نه په غنی۰ ممکن غنی
    د پنجاب سره هم کوم تعمل کړای وی لکه د اغذن تار۰غنی د چوکی لپاره هر څه قبلوی او هوکی کوی یی۰
    پنجاب مو نامور او غښتلی ترور کوی په وطن کښی یی غیر مستقیم جنګ راته دایمی ساتلی۰
    راشی مرګ یو ځل ختمی شته متخدانه قیام وکړی د مخافظه کارانو په ببولالو مه غولیږی۰

    په جهان د ننګیالو دی دا دوه کاره= یا به وخوری ککری یا به کامران شی
    د لر او بر افغان د یو والی په هیله
    مننه

  2. په کوم ځای کې د تیارسۍ امر وشو یانې چې په خپلو کورو کې تیارسۍ شي. په خاوره دې تور پنجابي په کراتو یرغل وکړ مګر تاسو او ستاسو سراعلی چتی قوماندان خاموش دی. هغه د هندې متل دی وایي دال مې کوچک کالاهی. څه فساد خو په دولت کې شته.

  3. اوګورئ افغانانو وروڼو ! زړونه مو لمبه کیږي، ککرۍ کې مو څه څه نه اوړي، او وینه مو په جوش راځي.. دا ولې پاکستان داسې کوي؟
    ولې افغانستان بیا دوی سره لارې خلاصوي؟ تجارت کوي؟ او د سولې او دوستۍ په بهانه په خپلو کې سندونه لاسلیکوي؟ او ډیپلوماتیکي نندارې کوي!! ولی مونږ دې هیواد ته د یو دښمن، سر قاتل دشمن په سترګه نه ګورو !! ولې زمونږ حکومت د ملت سره یو خوله او یو سوچ نه دی ؟
    ولسمشره په الله قسم چې سم جدي عمل ونه کړي، او د پاکستان نه د افغانانو قصور وانخلي، نو د یو خارجي دلال او ای اس ای غلام نه که درته په کمه سترګه وګورم !! پریږده بیا زمونږ د خوندیتوب او ملاتړ او د دروغو وعدو چغې مه وهه .. پریږده مونږ ولسونه بیا خپل سر ته !!
    افغانستان بیا د هند سره دفاعي او پوځي تړونونه وغځوي، او ډیر څه دې د هند نه واخلي ، مونږ په دې باوري یو، چې هند د پاکستان په ضد زمونږ هر ملاتړ ته هو وایی.
    د دښمن دښمن زمونږ دوست دی.
    تاریخ به د کرزي، او اشرف غني په حق کې پریکړه کوي ، خو مونږ ته هم اوس هم جوته ده، چې چندانې ښې کارنامې نه لري، بغیر د فساد او ځورواکۍ ترویج نه ..
    الله دې په دغه بې ګناه ولسونو خپل رحم وکړي، الله دې د دې بختور اختر په خاطر پاکستان په خپل غم او لوی قهر اخته کړي..
    دا قلم او خوله مو چا وړې ده، دومره به د دشمن هیواد په ضد دا وکاروو، چې په ټوله نړۍ کې بدنام شي، لکه اوس چې بدنام او ترهګر دی.
    تباه شې پاکستانه ! تباه شئ ای ایس ای ! تباه شي پاکستانو سپو د سفاک پوځ ملاتړو او د غلام حکومت غلامانو ! تباه شئ پنجابیانو ! تباه شئ ..ناکامه شئ ، ذلیله شئ ، رسوا شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب