Homeخبرونهناسا سپوږمۍ ته ستوربېړۍ ولېږله

ناسا سپوږمۍ ته ستوربېړۍ ولېږله

تاند (پنجشنبه، د اسد۹) د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې، ناسا نن (پنجشنبه) مریخ ته یوه بله ستوربیړۍ ولېږله. دا به په دې سیاره کې د موجودې ستوربیړۍ ځای ونیسي چې په مریخ کې د لرغوني میکروبي ژوند په اړه پلټنه کوي.

ناسا همداراز غواړي چې د لومړي ځل لپاره مریخ ته هیلي کوپتر ولېږي.

د ناسا ستوربېړۍ د افغانستان په وخت د ماسپښین په ۳ بجې او ۲۰ دقیقې د فلوریدا له کیپ کانا وریل څخه د الیانس اتلس وي توغندي په وسله واستول شوه.

د ناسا اداري مشر جیم برایدینشتاین، د توغندي تر توغېدو مخکې وویل «دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې موږ په یوه بله نړۍ کې د ژوند د موندلو لپاره له یوه مشخص ماموریت سره مریخ ته ځو.»

که هر څه له پلان سره سم پر مخ لاړ شي، ستوربیړۍ به مریخ ته د راتلونکي کال د فبرورۍ په ۱۸ مه ورسېږي.

دا د ناسا پنځمه ستوربېړۍ ده چې مریخ ته یې استوي. د ناسا یوه ستوربېړۍ، چې کیوراسیټي نومېږي او له ۲۰۱۲ څخه تراوسه پورې پر مخ ۲۳ زره کیلومتره ګرځېدلې، لا هم فعاله ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د ٬٬ کیسو خبرې،، کتاب چاپ شو

د مازدیګر کتاب خپرندویه ټولنه وایي د ایمل پسرلي کتاب د کیسو خبرې یې چاپ کړی دی. دا کتاب چې په ۲۰۸ مخونو کې...