شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان دهند او فرانسې ترمنځ د نظامي تجهیزاتو پر تړون اندېښنه ښودلې

پاکستان دهند او فرانسې ترمنځ د نظامي تجهیزاتو پر تړون اندېښنه ښودلې

تاند ( پنج شنبه، د اسد ۹) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشې فاروقي د هند له لوري له فرانسې څخه د نظامي تجهیزاتو پراخیستو اندېښنه ښودلې ده.

فاروقي ویلي، چې د هند له لوري د نظامي تجهیزاتو پېرلو سیالي به سیمه نوره هم نا امنه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې په خبره ملګرو ملتونو او نورو څېړنیزو بنسټونو د راپورونو له مخې، هند په ټوله نړۍ کې د نظامي تجهیزاتو دویم ستر واردونکی هېواد دی او دا چاره به د نظامي تجهیزاتو سیالي لا ګرمه او سیمه به نوره هم بې ثباته کړي.

عایشې فاروقي دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې هندي رسنیو ویلي، چې هند د رافیل جنګي الوتکو تر اخیستو وروسته له فرانسې سره د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو یو بل تړون هم لاسلیک کړی دی.

د هند او پاکستان ترمنځ له دې وړاندې هم په سیاسي ډګر کې اړیکې ترینګلې دي.

https://taand.net/%d8%a8%d8%a7%d8%ac%d9%88%da%93%da%a9%db%90-%db%b4-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d9%be%d9%88%da%81%d9%8a%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d9%85%d8%b1%da%ab-%da%98%d9%88%d8%a8%d9%84/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب