شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکرنې وزارت په بلخ ولایت کې د کبانو یو روزنیزفارم پرانیست

کرنې وزارت په بلخ ولایت کې د کبانو یو روزنیزفارم پرانیست

تاند ( پنج شنبه، د اسد ۹) د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسولان وايي، په بلخ ولایت کې یې د کبانو یو فارم جوړ او پرانیستل شو.

دوی وایي د کبانو دا فارم د یو میلیون بچیو د تولید وړتیا لري.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد فارم د جوړولو چارې دوه کاله وړاندې د بلخ ولایت په دهداي ولسوالۍ کې په شاوخوا ۲۰ جریبه ځمکه پیل شوی وو.

سرچینه وایي له دې وړاندې د کبانو د بچیو د تولید کوم فارم، چې یو پانګوال ته جوړه شوې د ګرمو اوبو د کبانو د بچیو پر تولید، تکثیر او خرڅلاو ته چمتو شوی.

بل لورته د یاد ولایت کب روزونکي په دې ولایت کې د کبانو د بچیو د تولید دپیل هرکلی کړی.

دوی وایي د دې فارم په جوړېدو سره به له پاکستان او یا نورو ولایتونو څخه د کبانو دبچیو له راوړلو خلاص شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب