شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونه۳۰ میلیونه امریکایان د خوړو له کمښت سره مخ دي

۳۰ میلیونه امریکایان د خوړو له کمښت سره مخ دي

تاند ( پنج شنبه، د اسد ۹) امریکایي ادارې وایي، چې تازه په یوه نظرپوښتنه کې له ۲۴۹ میلیونه کسانو سره خبرې شوي او له دې ډلې ۳۰ میلیونه وګړو ویلي، چې کافي خواړه نه لري.

بلومبرګ نشریه لیکي، چې دمګړی د امریکا ۳۰ میلیونه وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي او امریکایي حکومت باید په دې تړاو اقدام وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې امریکا کې د خوړو سربېره بیکاري هم په یاد هېواد کې اوج ته رسېدلې ده.

بلومبرګ وایي، چې اوسمهال امریکا له اقتصادي رکود سره مخ شوی دی.

په نشریه کې لیکل شوي، چې په امریکا کې د اقتصادي رکود او همدا راز خوړو د کمښت اصلي لامل د کورونا ویروس چټک پراختیا او رامنځته شوی بحران دی.

امریکا د نړۍ یو له هغو هېوادونو ده، چې د کورونا ویروس په کې ډېر خلک وځپل او زیانمن یې کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب