شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeجنرال وزیريژوند ته مو شفا ورکړئ| جنرال دولت وزیري

ژوند ته مو شفا ورکړئ| جنرال دولت وزیري

ټول وخت پوښتنې دوه ځوابونه لري: «هو او یا نه.»

موږ کولای شو چې ووایو: «ګیلاس نیم ډک دی او یا ګیلاس نیم تش دی.» ځینې کسان د ګیلاس نیمه ډکه برخه اول وینې، ځینې نور کسان د ګیلاس نیمه تشه برخه.

موږ باید خپل سوچونه و ازمویو او په دې باور ونه لرو چې ووایو:

زه نه ګټونکی کېږم،

هیڅوک مینه را سره نه کوي،

زه د مینې وړ نه یم،

خلک درد را رسوي،

ناروغۍ هم یوازې زموږ کور لیدلی دی،

زه کړاوونو او غمونو ته پیدا یم،

یو غم په بل پسې را روان دی،

خلک د ځان د ځورولو لپاره دېته ورته نورې پلمې هم پیدا کوي.

موږ باید یوازې د یو شي ظاهري بڼې ته ونه ګورو او په غلطو سوچونو سره خپل ځان د غلط فکر قرباني نه کړو.

په ډېر شمیر خلک د ستونزو پر مهال داسې سوچ کوي:

مالي ستونزې(( زه د شتمنۍ درلودلو وړ نه یم))

د دوستانو د نشتوالي ستونزه ((پر هیچا ګران نه یم))

د کار ستونزه ((زه په کافي اندازه ښه نه یم ))

هره ستونزه د فکر له قالب څخه سرچینه اخلي که وغواړو دا قالب د بدلیدو وړ دی. لومړی باید فکر وکړو چې ستونزه د کوم سوچ زېږنده ده او بیا يې د بدلیدو په فکر کې شو.

بده دا ده موږ هغه څه چې په کوچنیوالي کې اوریدلي دي اوس هم پرې باور لرو. د بیلګې په توګه:

دا راته ویل شوي، چې په چا باور مه کوئ، په کوچنیوالي کې دا خبره سمه ده، خو وروسته که داسې وکړو کاملا به منزوي شو.

ممکن موږ ته ویل شوي وي، چې ستا لپاره یادول سخت دي او یا هلکان نه ژاړې.

که موږ په ځوانۍ کې هم په همدې فکر شو، موږ به تل خپل احساسات پټ کړي وي او تل به په خپلو هڅو کې ناکام وو.

که په کوچنیوالي کې موږ ته ویل شوي وي چې:

نړۍ وحشتناک ځای دی،

پر پردیو باور مه کوئ،

د شپې د باندې مه وځئ،

خلک دې خطا باسي،

دا ټولې ستا تیروتنې دي،

جدې يې مه نیسه،

کافي اندازه پیسې نه لرو، باید ګذاره وکړو که نه په پورونو کې به ډوب شو.

خبره دلته ده چې په هر څه باور وکړو هغه موږ ته رښتیا ښکاري، نو اړینه ده چې هیڅکله منفې سوچ ونه کړو، که مثبت سوچ وکړو بیا به راته هم مثبت فکر رښتیا وي.

د قوت ټکې تل په اوسنۍ شیبه کې دی،

د ماضي تبدیلول زموږ له واکه وتلي دي. د راتلونکي په هکله نه پوهیږو چې څه به پیښیږي، همدغه شیبه غنیمت دی او که په همدغه شیبه کې مثبت سوچ وکړو هر څه به مو په خپله ګټه بدل کړي وي.

که اوس او په همدغه شیبه کې سم سوچ وکړو له دې سره به مو راتلونکې هم بدله کړي وي.

دا سمه ده چې د سوچونو بدلول اسانه کار نه دی، خو موږ باید خپلو منفي سوچونو ته متوجه یو، کله چې منفي سوچ ذهن ته راځي باید ژر هغه سوچ بدل او حتا هغه جمله په نيمايي کې پریږدو.

زموږ ذهن زموږ راتلونکي جوړوي، که په اوسنۍ شیبه کې خپل ذهن ته مثبت لوري ته بدلون ور نه کړو، راتلونکي به مو په خپله مثبت لوري ته نه وي بدله کړي.

ځان ته اهمیت څنګه ور کول کیږي، ځان ته درناوي څنګه کیږي، د خلکو سره اړیکې څنګه ټینګېږي او دا ارزښتونه څنګه ساتل کیږي. دا او دې ته ورته شیان باید له کوچنیوالي په نظر کې ونیول شي، په ځانګړې توګه مور او پلار باید دې مهمو مسالو ته بشپړه پاملرنه وکړي.

موږ باید په دې باور وو، چې:

په دې نړۍ کې هر څه زموږ له پاره دي،

په دې نړۍ کې هر څه غوره دي،

او په دې نړۍکې ټول څيزونه لوی خدای تعالی زموږ د ګټې له پاره پیدا کړي دي.

دا په موږ پورې اړه لري چې څومره ترې ګټه پورته کولای شو.

د ښاغلي صالح محمد صالح ژباړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب