شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو خپلواک کمیسیون د اوربند د غځېدو غوښتنه کړې

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د اوربند د غځېدو غوښتنه کړې

تاند ( پنج شنبه ، د اسد ۹) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د اختر مبارکي په مناسبت خپاره شوي پیغام د درې ورځني اوربند هرکلی کړی دی.

یاد کمیسیون په هېواد کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره له ښکېلو غاړو د اوربند غځېدو او دبین الافغاني خبرو اترو د ژر پيليدو غوښتنه کړي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په خپل ویډیوي پيغام کې ویلي، چې دوی تل د ملکي وګړو په ځانګړي دول د ښځو او ماشومانو مرګ ژوبله غندلې ده.

سرچینه وایي دوی اوس هم د جګړې پرښکېلو لوریو غږ کوي، چې د اوربند په غځولو سره دې مذاکراتو ته لار هواره کړي.

د بشرحقونو کمیسیون وایي د اوربند غځېدو له لارې به په هېواد کې د جګړې اور تت او د تل لپاره مړشي.

https://taand.net/%d8%ae%d9%84%db%8c%d9%84%d8%b2%d8%a7%d8%af-%d8%a7%d9%88-%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d8%ba%d9%86%d9%8a-%d8%af-%d8%a7%d9%88%d8%b1%d8%a8%d9%86%d8%af-%d9%be%d8%b1-%d8%aa%d9%85%d8%af%db%8c%d8%af/

بل لورته د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې په هېواد کې د جګړې د ختمولو او د تل پاتې سولې ټینګښت لپاره کوښښونه په پوره تېزۍ سره روان دي.

هغه د اختر مبارکي په مناسبت خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، که څه هم په دې وروستیو کې عمداً د سولې پروسې پر وړاندې خنډونه جوړېږي، چې له بده مرغه قیمت یې د افغانستان خلک د سر په بیه پرې کوي، خو په خبره يې دغه هڅې ناکامه دي او سوله به هرو مرو راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب