شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeجنرال وزیريبېړنی قضاوت ښه نه وي| جنرال دولت وزیري

بېړنی قضاوت ښه نه وي| جنرال دولت وزیري

چارلي چاپلين به ویل:

«زر او زیور ښه دي، کولای شو چې په دې باندې کور را ونیسو، خو ژوند نه. د خوب بستر پرې را ونیسو، خو ارام نه. ساعت پرې تر لاسه کړو، خو وخت نه. په ځانګړې توګه په افغانستان کې مقام پرې واخلو، خو درنښت نه. کتاب هم پرې رانیولی شو، خو علم نه. دارو او درمل پرې لاس ته راوړای شو، خو روغتیا نه. زړه هم پرې را نیولی شو، خو مینه نه.»

نو ځکه خیبر اپریدی وايي:

زور دی په نرمۍ کې د سختۍ نه ډیر

لار په غره کې وباسي پستې اوبه

ژان پل سارتر وايي:

«هېڅ څیز له زړه اسانه نه ماتېږي.»

کله چې انسان هېڅ کار نه کوي، فکر کوي چې ټول کارونه ده کوله، کله چې دغسې انسانان په کوم کار بوخت وي، فکر کوي د نړۍ نظم دوی ټینګ کړی دی.

کله په چا کې چې پوهه او هوښیاري نه وي، ټول شیان ورته بې مانا او ناپیژند ښکاریږي.

هېڅکله هغه ور مه ډبوئ چې نه پوهیږئ، شاته يې څه تېرېږي.

تر ټولو زیات غمګين هغه څوک وي، چې تر ټولو زیات خاندي. ځکه دا ډول انسانان په زیاتو حالاتو کې اړ دي خپل خپګان په ځان کې دننه پټ کړي او نورې نړۍ ته خپله بله څېره وښيي.

ځینې په اصطلاح روښان فکران نورو انسانانو ته په داسې نظر ګوري لکه دوی چې پیدا کړي وي.

شکسپیر به ویل:

«ځینې کسان لکه طوطيان داسې وي چې د خندا یوه وړه منظره وویني، خوله يې له خندا نه راټولېږي، ځینې نور بیا داسې غمجن وي چې هېڅ راز ټوکې او د خندا نندارې يې نه شي خندولی. موږ باید د سعادت تومنه په ځان کې ولټوو او په دې پوه شو چې د هر چا نیک مرغې په خپله په ده پورې اړه لري.»

راځئ پر ځینو کسانو د سترګو په رپ کې قضاوت ونه کړو، انسانان ممکن زیاتې زیاتې ستونزې ولري، چې موږ ورباندې خبر نه یو او یا به دوی نه غواړي نور کسان ورباندې خبر کړي.

ښه دوست هغه دی چې ستاسو په موسکا کې هم ستا غم او درد درک کړي.

فلسفي شاعر غني خان وايي:

مرګ او زندګی یوه ده، غم او خوشحالی یوه

ژوند چې چیرته نه وي، مرګ چا هلته لیدلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب