شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې افغان سفیر استعفاء ورکړه

پاکستان کې افغان سفیر استعفاء ورکړه

تاند (چهار شنبه، د اسد ۸) په اسلام آباد کې افغان سفیر عاطف مشعل وايي د نورو لوړو زده کړو او ځینو معاذیرو له مخې د کار دوام ورته ستونزمن شوی او نشي کولی چې خپلې دندې ته ادامه ورکړي.

نوموړي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې لومړۍ استعفاء یې تېر کال د لیندۍ په ۲۵ ولسمشر محمد اشرف غني ته سپارلې وه او دوهمه استعفاء یې د روان کال د زمري پر ۵ مه نېټه ولسمشر ته وړاندې کړې ده.

ښاغلی مشعل وايي: “د اوسني ماموریت پای مې وطن ته د خدمت کولو خاتمه نه ده، بلکې په راتلونکي کې به د زمینې مساعدېدلو په صورت کې بیا هم د خپل هیواد لپاره کار کوم.”

عاطف مشعل دغه راز زېاته کړې چې د ولسمشر د لارښوونو مطابق یې خپله دنده په پوره ژمنتیا سره تر سره کړې ده.

ولسمشر غني د عاطف مشعل استعفاء منلې ده.

مشعل تر دې وړاندې د څو کلونو لپاره د کرکټ بورډ رئیس په توګه دنده تر سره کړې او وروسته په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر وټاکل شو.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب