تاند (چهار شنبه، د اسد ۸) د افغان سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د اعلان شوي درې ورځني اوربند هرکلی وکړ.
ښاغلي خلیلزاد افغانانو ته د اختر د مبارکۍ تر څنګ ویلي دغه ډول اقدامات کولی شي د باور فضا پیاوړې او افغانان سولې ته نږدې کړي او زیاته کړې یې ده چې د اوربند پر مهال به افغان ولس په خوښۍ سره اختر ولمانځي.
نوموړي دغه راز د افغان ځواکونو د ستاینې تر څنګ له دوی مننه کړې چې په روانو سختو حالاتو کې د هېواد ساتنه او د خلکو د امنیت لپاره قرباني ورکوي.
د یو بل خبر له مخې په کابل کې د امریکا د سفارت شاردافیر راس ویلسن هم د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند هرکلی کړی دی.
ویلسن په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي افغانان به له اوربند څخه په استفادې د سولې په فضا کې اختر ولمانځي خو په خبره یې اړتیا ده چې د افغانانو تر منځ خبرې اترې پیل شي.
دده په خبره دواړه لوري باید په خپلو ژمنو عمل وکړي او بین الافغاني خبرې پیل کړي او روانې جګړې ته خاتمه ورکړي.