پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد ایراني چارواکو له ژمنې سره سم افغان کډوالو ته د کارتونو...

د ایراني چارواکو له ژمنې سره سم افغان کډوالو ته د کارتونو د وېش پروسه پیلېږي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۸) ایراني رسنیو راپور ورکړی چې په تهران کې افغان سفیر عبدالغفور لېوال د ایران د کورنیو چارو وزارت له چارواکو سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په دې خبرې وکړې چې د توافق له مخې باید په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ثبت او راجستر پروسه پیل شي.

ایراني چارواکو ژمنه وکړه چې دوی به په څو ولایاتو کې ددغې پروسې د تطبیق او عملي کولو لپاره ځانګړي ځایونه افغان سفارت ته په واک کې ورکړي او دغه پروسه به په ګډه مخته وړل کېږي.

افغان او ایراني چارواکو دغه خبرې وروسته تر هغه کړي چې کابل ته د سید عباس عراقچي په مشرۍ د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي، امنیتي او اقتصادي پلاوي په خپل سفر کې له افغان چارواکو سره ژمنه کړې وه چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرمختګ په موخه به ایران هېواد افغان کډوالو ته د اوسېدو کارتونه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب