پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeداسې هم شتهساینسجرمني خورا دقیق او قوي لینز جوړ کړ

جرمني خورا دقیق او قوي لینز جوړ کړ

تاند- د جرمني د ذرو د فزیک تحقیقاتي مرکز د ایکس وړانګې له یوه لینزه په استفادې خورا دقیقې او قوي لیزري وړانګې جوړې کړای شوې.

دا لینز کولی شي چې د لیزري وړانګو په سلو کې ۷۵ په یوه ټکي کې، چې قُطر یې ۲۵۰ نینو متر وي، متمرکزې کړي.

د نېچر (Nature Communications) علمي خپرونې پر اساس د ایکس وړانګې لیزرونه عموماً له برلیوم څخه جوړېږي، خو د لینز د جوړېدو د پروسیس په مهال کوچنۍ ستونزې پېښېږي او منځنۍ برخه یې تر اندازې زیاته منحني کېږي. که څه هم په ډېرو مواردو کې په دې ستونزې سترګې پټېږي یا ځان پرې ناګاره اچول کېږي، خو د عکاسۍ او فلم اخیستو د ځینو تکنالوژیو لپاره پکار ده چې د لینز دقت تر ممکنه حده زیات شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...