جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیاولي له ټولنیزو شبکو ډېر کار اخیستونکي د یوازیتوب احساس کوي؟

ولي له ټولنیزو شبکو ډېر کار اخیستونکي د یوازیتوب احساس کوي؟

تاند- تازه څېړنې ښيي، کوم کسان چې په ورځ کې تر دوو ساعتونو زیات وخت له ټولنیزو شبکو کار اخلي، تر نورو درې برابره زیات د ذهني پریشانۍ یا ډیپرېشن احساس کوي.

د تحقیقاتو پر اساس، کوم کسان چې د ورځې تر دوو ساعتونو زیات وخت د فېسبوک، ټویټر، ټیلګرام، انسټګرام په شان ټولنیزو شبکو کې وخت تېر کړي، د یوازیتوب احساس یې زیاتېږي او ځان له نورو جلا احساسوي.

ډاکتران وايي چې د پریشانۍ، اضطراب او ډیپریشن نښې په هغو کسانو کې زیاتې ویني چې له ټولنیزو شبکو ډېر کار اخلي ځکه، کله چې څوک زیات له ټولنیزو شبکو کار اخلي، د بل انسان څېره مخامخ لږه ویني او دا کار د دې سبب کېږي چې ځان ورته منزوي او ویازې ښکاره شي.

له بلې خوا هغه کسان، چې له ټولنیزو شبکو ډېر کار اخلي بې جرااته او شرمیندوکي کېږي.

په څېړنه کې څرګنده شوه، کوم کسان چې په اوونۍ کې ۸۵ ځلې یا تر دې زیات ټولنیزه شبکه ګوري، تر هغو کسانو، چې په اوونۍ کې یې ۹ ځلې ګوري، د دیپریش له خطر سره زیات مخامخ کېږي.

د امریکا د کانزاس ایالت د پوهنتون څېړونکي وايي چې په هرو څلورو ځوانانو کې یو د ټولنیزو شبکو اعتیاد لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب