لیکواله: ذکیه وردګ –
په افغانستان کې دمیرمنو ستونزې ټولو ته معلومې دي .افغان میرمنې له ګڼو او ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي خو دلومړي ځل لپاره دښځو دنړیوالې ورځې په مناسبت یوداسې نوښت د افغان سمون ټولنې له خوا رامنځ ته شو ،چې یوشمیر بیوزلې او ناچارې افغان میرمنې په مستیقمه توګه او مخامخ دافغانستان له ولسمشر او دهیواد له لومړۍ میرمنې سره وګوري او خپلې ستونزې دوی ته واوروي. ما او ملالۍ شینوارې دواړو په ګډه دغه نوښت ته عملي بڼه ورکړه او دې برنامه موپرمخ یوړه . دې برنامې ته موږ دقندهار،هلمند،میدان وردګ،لوګر،کابل،کاپیسا،خوست،ننګرهار،پکتیا او پکتیکاولایتونو میرمنو ته دعوت ورکړی وو .
بې له شکه داکتنه به دښځو پروړاندې دولسمشر او دحکومت په سیاستونو مثبت اغیز ولري خو پوښتنه داده،چې ایا حکومت به څومره د دوی د غوښتنو په اړه جدي اقدامات وکړي؟ ایا دامیرمنې به هڅه وکړي،چې دخپلو حقوقو دلاس ته راوړلو او دخپلو ستونزو دحل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي؟ایا دوی به له ما او ملالۍ سره تماس ونيسي چې ولسمشر ددوی په اړه کوم اقدامات ترسره کړي او که نه؟ ایا دوی به هڅه وکړي، چې خپله لید واخلي او مبارزه وکړي؟ ایا دوی به په خپل ژوند کې دیو مثبت او ژور بدلون رامنځ ته کولو لپاره هڅې وکړي؟ دا هغه سوالونه دي چی زما په ذهن کی ګرځي .له دې میرمنو سره له کتنې نه ډیرې په زړه پورې او نه هیریدونکې خاطرې لرم .د46 تنوښځو نه به زه په لنډډول د څلورو تنو درد او نه هیریدونکې خاطرې له تاسې سره شریکې کړم .
ذولحیجه د هلمندولایت اوسیدونکې، چې درې زامن يې د وطن په دفاع کې شهیدان شوي وو او څلورم ټپي دی. کور او ځمکه یې چور شوي، هیڅ ډول عاید نه لري په کرایي کور کې د شهیدانو د کوڼدو او د یتمیانو سره اوسیږي او حکومت د هغې د زامنو معاشونه هم نه ورکوي. ډيره درددیده او خواره وه .ددې میرمنو په منځ کې یوه بله میرمن نادیه دوردګو له ولایت څخه راغلې وه. نوموړې میرمن راته وویل،چې کونډه ده او هیڅوک نه لري.ما ورڅخه پوښتنه وکړه، چې دخپلې کورنۍ لګښت څنګه پیداکوي؟ یادې میرمنې بیرته راته په ځواب کې وویل، چې پټی لرم او هغه کې په کرنه باندې بوخته یم.داچې په وردګو کې له کوره دمیرمنو وتل شرم ګڼل کیږي له همدې امله دشپې له لوري خپله ځمکې او کروندې ته اوبه ورکوم. فاطمه له پغمان نه راغلې وه، چې میړه یې له نشه یي توکو استفاده کوله او خرڅول یې.
اوس بې سر پرسته ده او دخاوند وروڼه ورته وایي چې بچیان د ې یتیم خانه کې پریږده، زمونږ ورور ته طلاق ورکړه اود ورور كورته دې لاړه شه.ځکه چې موږ ستا لګښت نه شو درکولای. دې وویل که زما میړه د مواد مخدر د خرڅولو په تور بندي شوی نوبیا په زندان کی ولې نشه یي توکي خرڅیږي؟ واقعا د افغانستان د ښځو درد او غم ډیر دی. زما جالبې خاطرې: .په دې میرمنو کې انارګلې چی د هلمند نه مهاجره او په بګرامۍ ولسوالۍ کې په خیمه کې اوسیږي ما ته وویل، چې خپلې تورې عینکې ورکړم، څو په دې کې دولسمشر له میرمنې سره یو تصویر واخلي. عینکې یې په سترګوکړې او د لومړۍ میرمن سره په قطار کې ودریدله او عکس یې واخیست دانارګلې خطاب لومړۍ مېرمنې ته سخت په زړ پورې او خوندور و. هغې لومړۍ میرمن ته وویل: د پاچا صیب ماينې اسلام علیکم! موږ له بدې ورځې تاته راغلي یو سر پناه غواړو. میرمن ذولحیجه د هلمند نه چی زموږ په وسیله محترم اباسین ورسره دیو اندازه پيسو مرسته وکړه راته وویل،چې له دې پیسو نه څومره تاسې ته درکړم. ما ورته په خندا سره وویل،چې ایا تاسې ماته رشوت راکوی؟ هغې وویل نه،زه تاسې ته رشوت نه درکوم.
دا چې له ماسره مرسته شوې نو زه خوشحاله یم او زه غواړم چې خپله خوشحالي له تاسې سره شریکه کړم او دارشوت نه دی . له دې څخه څرګندیږي،چې بې وزله افغان میرمنې هم مجبوره دي،څو رشوت ورکړي او دا ډير دبدبختۍ ځای دی .
له همدې هلمندۍ میرمنې ذولحیجې سره،چې خپل درې زامن یې له لاسه ورکړي وو یوځای په موټر کې یوې غونډې ته روانه وم. نوموړې میرمنې په لار کې یو سوالګر ولید،ماته یې وویل،چې ۵۰ افغانۍ راته میده کړه،چې دې سوالګر ته یې ورکړم.له دې میرمنې سره ټولې ۵۰ افغانۍ وې او خپل درې زامن یې له لاسه ورکړي وو او دخپلې کورنۍ ټول مسولیت یې هم پرغاړه وه خو سره له دې یې غوښتل،چې له یوسوالګرسره مرسته او همکاري وکړي. ددې هلمندۍ میرمنې کړنې راته څرګنده کړه،چې دامیرمن څومره ستر زړه لري او څومره مهربانه ده . ددې ټولو میرمنو ستونزې سره ورته او شریکې دي دوی هر څه له لاسه ورکړي په فقر اوسختوحالاتو کې ژوند کوي.
د کار روزګار زمینه نده ورته برابره،ماشومان یې ښوونځۍ نه لري. میرمنې روغتیایې ستونز لري دوی اکثر داسې سیمو کې اوسيږي چې هېڅ ډول بشري اسانتیاوې نه لري. د دې وېره ډېره زیاته ده چې د بې روزګارۍ ،فقر او تنګدستۍ له کبله یې ځوانان په جرایمو لاس پورې کړي اویا هم دسیمې د استخباراتو ښکار شي . ددې میرمنو دژوند او مبارزې قصې له ډیرو ستونزو او غمونو ډکې دي. ددوی مبارزې او هڅو ته انسان حیرانه کیږي.په ژوند کې له دې ډول ستونزو سره مبارزه کول دیوې میرمنې لپاره ډیرستونزمن کار دی خو یادې میرمنې دډیرو سختو شرایطو له شتون سره سره دخپلو اولادونو او دخپل ژوند ددوام لپاره خپلوهڅو او مبارزې ته دوام ورکوي .