شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهولسي جرګه: د وروستیو ناامنیو له امله تیار یو له امریکا سره...

ولسي جرګه: د وروستیو ناامنیو له امله تیار یو له امریکا سره امنیتي تړون لغوه کړو

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲) ولسي جرګه وايي چمتو یو چې له امریکا سره کړی امنیتي تړون لغوه کړو.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال محمد میرزا کټوازی وايي په هېواد کې د وروستیو ناامنیو له امله تیار دي چې له امریکا سره امنیتي تړون له منځه یوسي.

نوموړی وايي پاکستان پر افغان خاوره بریدونه کوي او له افغانستان د امریکا د نه دفاع له امله چمتو دي چې له دغه هېواد سره امنیتي تړون لغوه اعلان کړي.

کټوازي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړي چې پاکستان پر کونړ ولایت راکیټي حملې زیاتې کړي دي.

د ښاغلي کټوازي په خبره اوسمهال د ولسي جرګې غړي د اوړي په رخصتیو بوخت دي او چې راوګرځي پر دغه تړون به له سره غور کوي او په اړه به یې بله پرېکړه کېږي.

د افغانستان او امریکا تر منځ د شوي امنیتي تړون له مخې واشنګټن باید افغان خاورې ته د متوجه ګواښونو په صورت کې له افغانستان څخه دفاع وکړي.

که څه هم امریکا په افغانستان کې حضور لري پاکستان پر افغان خاوره وخت ناوخت بریدونه کوي او تر څنګ یې طالبانو هم پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه زیات کړي دي، خو امریکا له یادې ډلې سره د سولې او یو پر بل د بریدونو نه کولو تړون لاسلیک کړی دی.

د ملي وحدت حکومت شپږ کاله وړاندې له امریکا او ناټو سره امنیتي تړون لاسلیک کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب