پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهطالبانو د سلام مخابراتي شبکې ته ګواښ کړی

طالبانو د سلام مخابراتي شبکې ته ګواښ کړی

تاند(پنج شنبه، د اسد۲) وسله والو طالبانو یو ځل بیا ویلي، چې د سلام مخابراتي شبکې تاسیسات، کارکوونکي، دفترونه او وسایل د دوی د نظامي بریدونو موخې دي.

وسله والو طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې ویلی، چې دوی به دسلام شبکې له کارکوونکو او تاسیساتو سره د استخباراتي ادارې د تاسیساتو په څېر چلند کوي.

په اعلامیه کې طالبانو له عامو افغانانو هم غوښتي، چې د یادې شبکې سیم کارت دې نه کاروي.

تر دې وړاندې هم طالبانو ویلي وو، چې دغه شبکه د افغانستان له استخباراتي ادارې سره همکاري کوي نو ځکه یې د بریدونو موخه ګرځوي.

بل لورته د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د طالبانو پر دغه څرګندونو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي،چې طالبان له هر هغه څه سره دښمني کوي چې افغانانو پورې اړه ولري.

فیصل زیاته کړه طالبان پلونه، ښوونځي، کلینیکونه او هغه مخابراتي شبکې په نښه کوي، چې د افغانانو ملکیت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب