پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهامریکايي پوځیانو ننګرهار کې خپلې دوه نظامي اډې تخلیه کړي

امریکايي پوځیانو ننګرهار کې خپلې دوه نظامي اډې تخلیه کړي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۲) د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي امریکايي پوځیان د ننګرهار په هسکه مېنه او اچین ولسوالۍ کې له خپلو دوو نظامي اډو وتلي دي او افغان ځواکونو ته یې سپارلي دي.

د چارواکو په خبره دغو اډو ته افغان پوځیان ورغلي تر څو د سیمې امنیت خوندي وساتي.

د ننګرهار د سرحدي پولیسو قومندان ویلي چې د امریکایي ځواکونو په تخلیه شویو نظامي اډو کې اوس سرحدي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

ځايي خلک بیا ویره لري چې په دې سره به د یادې سیمې امنیت خراب او نا امنۍ به ډېرې شي.

خو په ورته مهال له دولت سره د همکارۍ ډاډ ورکوي او له حکومته غواړي چې له ولس سره په څنګ کې ودرېږي او د راپورته کېدونکو ګواښونو مخنیوي وکړي.

امریکايي ځواکونه په داسې حال کې خپلې نظامي اډې پریږدي چې د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه ورځ تر بلې زور اخلي او هره ورځ ګڼ شمېر ملکیانو او نظامیانو ته درنه مرګژوبله اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...