شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeکلتورسینمادېپیکا شپږکاله وروسته شاهرخ خان سره ګډ فلم جوړوي

دېپیکا شپږکاله وروسته شاهرخ خان سره ګډ فلم جوړوي

تاند( چهارشنبه، د اسد ۱) د هندي سینما مشهوره ښځینه اداکاره دپیکا پادوکون له شپږکلن ځنډ وروسته شاهرخ خان سره ګډ فلم جوړوي.

دواړو لوبغاړو وروستی فلم په ۲۰۱۴ کال کې د «Happy New Year »  په نوم جوړ کړی او له هغه وروسته یې ګډ فلم نه دی جوړ کړی.

دپیکا پادوکون دوه کاله وړاندې دهندي سینما له بل مشهور اداکار رنګبیرسینګ سره واده وکړ.

نوموړې، چې په لومړني فلم کې چې له شاه روخان سره را څرګنده شوه، هغه فلم «اوم شانتي اوم» نومېده، چې ډیر مینه وال یې خپل کړي وو.

له یاد فلم وروسته دپیکا له شاه رخ خان سره په «چینای ایکسپرس» فلم کې او بیا په «هېپي نیو اير» کې يو ځای رول لوبولی و.

اوس تازه ویل کیږي، چې د فلمونو انډسټري په یوه نوي فلم کې دپیکا ته د کار وړاندیز کړی.

که چېرې دپیکا په دې فلم کې ولوبیږي نوهغه به په فلم کې د شاهرخ خان ضد رول ولوبوي، چې دا به لومړی ځل وي،چې دواړه د یو بل ضد لوبیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب