شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني له UNDP څخه د مرستې غوښتنه کړې

ولسمشرغني له UNDP څخه د مرستې غوښتنه کړې

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۱) افغان ولسمشرمحمد اشرف غني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې (UNDP) له مشر سره په لیدنه کې د یادې ادارې له مشر نه غوښتې، چې له افغانستان سره مرسته وکړي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشرله UNDP غوښتي، چې د افغان حکومت د هغو مهمو او ملي پروګرامونو، چې موخه یې له لوږې سره مبارزه او د افغانستان وده ده ملاتړ وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې د دې مرستې غوښتنه یې په دې موخه کړې څو په افغانستان کې د سولې د تامین او اقتصادي ودې لامل شي.

ولسمشر غني زیاته کړې، د حکومت لومړیتوب د افغانستان اقتصادي وده، د سولې تامین او ځان بسیاینه ده.

هغه ویلي، د ملي دسترخوان او امنیتي میثاق په څېر د ملي برنامو پلي کېدل، چې د خلکو په مشارکت اجرا کېږي افغانستان دې موخې ته نږدې کولی شي.

د یادونې ده، چې په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس وېلسن هم  د امریکا خصوصي سکتور نه غوښتي، چې باید د افغانستان په اقتصادي وده کې پوره ونډه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب