Homeخبرونهسوریه کې ۵ امریکایي سرتېري مړه او ژوبل شوي

سوریه کې ۵ امریکایي سرتېري مړه او ژوبل شوي

تاند( چهارشنبه، د اسد ۱) د سوریې رسنۍ وایي، چې د دغه هېواد په الحسکه سیمه کې د امریکایي ځواکونو یو ټانک چپه شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې د دې پېښې پرمهال یوامریکايي سرتېری وژل شوی او څلور نور ژوبل دي.

سوریایي رسنۍ زیاتوي تر اوسه لا څرګنده نه ده، چې د ټانک د چپه کېدو لامل څه و.

په ورته مهال امریکایي ځواکونو هم په سوریه کې د خپل یو سرتېري وژل کېدل تاییدوي خو ډير جزیات یې نه دي ورکړي.

امریکایي ځواکونه وایي ، چې دا سرتېری په یوه غیرنظامي پېښه کې وژل شوی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ وړم کال اعلان کړی وو، چې غواړي په سوریه کې میشت شاوخوا دوه زره امریکایي سرتیري له هغه هیواد نه وباسي.

خو اوس، چې د ټرمپ له دې خبرې شاوخوا ۲ کاله تیریږي لاهم امریکایي ځواکونه له سوریې نه دي وتلي او هلته میشت دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...