Homeخبرونهارزګان کې د ماین چاودنې له امله د درې قومندانانو په ګډون...

ارزګان کې د ماین چاودنې له امله د درې قومندانانو په ګډون ۷ سرتېري وژل شوي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱) د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د درېیوو قومندانانو په ګډون ۷ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د ارزګان د والي ویاند زړګی عبادي وايي پېښه په خاص ارزګان کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د عبادي په خبره په یاده چاودنه کې د خاص ارزګان ولسوالۍ امنیه قومندان دادګل، د سیمه ییزو پولیسو قومندان او دغه راز د ملي اردو د یو قومندان په ګډون ۷ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

بلخوا طالبانو ویلي چې د امنیتي ځواکونو یاد درې قومندانان یې په درېېوو جلا جلا بریدونو کې په نښه او وژلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....